کاکاجي


د شلمې پېړۍ لیکوال او د انګریز مخالف، صنوبرحسین مومند په ولس کې د ” کاکاجي” په لقب مشهور و.
ده مهابت خان جومات امام، عبد الرحیم پوپلزي تراغیز، د اسلام ژوره مطالعه يې وکړه. د شاه ولی الله له تعلیمات اغیزمن شو او بیا د ده یو کتاب يې په پښتو وژباړلو. دی په خټه ژورنالیسټ او د استعمار په ضد قلم څخه يې کار واخیستو.
صنوبر حسین په ۱۸۹۷م کې باړې ته نزدې ” کږه وله” کلي کې د ګلفرازخان په کور کې وزیږېدو. هلته د لومړیو زدکړو نه وروسته د پیښور اسلامیه های سکول نه يې لسم وکړو. څه موده د ” برتاکال په ښوونځي کې استاد او هم هلته د کلي د یوې جینۍ سره يې مینه پیدا شوه. خو د پښتنو د ټولنې په بندیزونو، مات زړه ټول عمر يې واده ونکړو. په ۱۹۲۰م کې ده نوکرۍ پریښوده او د پښتنو ملتپالو سره مل شو خو دی د انګریز خلاف د روس په شان انقلاب ( ۱۹۱۸م) طرفدار و.
د بې وزلو کروند ګرو حالت ته په کتلو په ۱۹۲۶م کې صنوبرحسین په خپل کلي کې یوه اصلاحي ټولنه ”انجمن زمینداران” په نوم جوړه کړه. په دې لار کې مولانا پوپلزی ورسره مل و او هغه د بالشویک انقلاب مشرانونه علاوه، په هند کې “بهګت سنګ، سبهاش چندر بوس، د اېپي فقیر، ترنګزو حاجي او د افغانستان امیر امان الله خان ته لیکونه استول. د یو سیاسي پلیټ فارم لپاره يې “جمعیت نوجوانان سرحد” چې د نوجوان بهارت سبها یوه څانګه وه، مل شو. صنوبر حسین د دې عمومي منشي په توګه، په ۱۹۲۹م کې لاهور کې د دې کالنۍ غونډې ته یو انقلابي وېنا وکړه.
په ۱۹۳۰م کې د پیښور اسلامیه کالج کې صنوبر حسین په خپل خطاب کې، د باچا خان خبره تاید کړه چې انګریز ظالم او باید زمونږ له خاورې دې ووځي. خو پوښتنه يې وکړه چې د دوی له تلو څخه وروسته هغه ” سرمایه دار” سره به څه کوئ چې د ظالم تر شا ولاړ او د مظلوم وینې څښي. ده د ګاندي “عدم تشدد” سیاست نه منلو ځکه د هغه په اند، پښتانه يې د لاس پښو خوځولو نه پاتې کړل.
په ۱۹۳۰م کې د انګریز په ضد د هند مبارزینو” سول نافرمانۍ تحریک” پېل کړو. په کیسه خانۍ کې په سوونو مظاهره کوونکي د پولیسو په ډزو ووژل شول. صنوبر حسین ګرفتاراو شپږ میاشتې بالا حصار کې قید وو. په ۵ مارچ ۱۹۳۱م د هند وایسرای او ګاندهي ترمنځ د روغې یو تړون ( ګاندهي ایروین پیکټ) نه وروسته دی يې خوشې کړو نو د “سرفروش” په نوم اوونیزې مجلې په خپرولو لاس پورې کړو خو د حکومت له خوا بنده شوه.
بل کال په ۲۳ اپریل د کیسه خانۍ د ډزو په لومړي تلین صنوبرحسین د یوې مظاهرې مخکښ و. ده د ” سیلاب” په نوم دویمه مجله خپره کړه خو د دریو ګڼو څخه وروسته حکومت پرې بندیز ولګاو. په ۲۵ دسمبر ۱۹۳۱م دی د خپلې ګرفتارۍ څخه وړاندې، د خپلو دریو ملګرو سره قبایلو ( لکړو) کې د ترنګزو حاجي سره میشت شو. هلته د ” شعله” په نوم یوې بلې مجلې په خپرولو يې ګوتې پورې کړې. د دې ټول خبرونه او مضامین به يې پخپل لاس لیکل او په یو “سایکلو سټایل مشین” چاپول. د ترنګزو حاجي سره یو ځای افغانستان ته لاړو چې هلته د خپلې مبارزې لپاره ملاتړ ترلاسه کړي. د حاجي د زوی ګل باچا سره اختلاف له کبله صنوبر د باجوړ “سوال کلا” ملک محمد عمرخان سره میشت شو. د ده ملګري صاحبزاده محمد اسلم او حافظ عبد الستار ورسره وو. د ۱۹۳۳م په پای کې یوه شپه نامعلوم کس په محمد اسلم ډزې وکړې او دی سخت ژوبل شو. صنوبرحسین هغه د درملنې لپاره جلال اباد ته یوړو خو په ۲۶ جنوري ۱۹۳۴م يې ساه ورکړه. د دې لوی ګوزار سره هم هغه تر ۱۹۳۵م “شعله” خپروله. د ۱۸ کالو په موده کې هغه د مقالو نه علاوه، ترجمې او انقلابي شاعري هم کوله.
د هند د سوشلسټ ګوند سره د جرمني، جاپان او روس ملاتړ موجود و. خو صنوبر حسین، د یو بلا نه ځان خلاصولو لپاره د بل منګولو ته تلل نه غوښتل. قلندر مومند وایی چې د دویم جنګ په وخت د جرمني “هټلر” هغه ته لویه پانګه واستوله خو صنوبر خان دا ټول د هند کمیونسټ ګوند ته ورکړه. د هغه په شان ایمانداره سړی يې بل و نه لیدو.
په ۲۶ جنوري ۱۹۴۱م کې، د هند سوشلسټ مشر، سبهاش چندر بوس، له کلکتې وتښتیدو او په بدله جامه او نوم، پیښور ته لاړو. هلته د اکبر شاه په کور کې پټ و او بیا د ” بهګت رام تلواړ او عباد خان په بدرګه، باجوړ کې صنوبر خان ته ورغلل. هغه ورته د وړاندې سفر انتظام وکړو او د “هډې” حاجي محمد امین په مرسته چندر بوس روس ته ورسیدو.
د وېش (۱۹۴۷م) نه وروسته صنوبر حسین بیرته خپل کلي ته لاړو. په ۱۹۴۸م کې د پاکستان لیکوالانو، د ’’انجمن ترقی پسند مصنفین‘‘ بنسټ کیښودو چې له صوبه سرحد پکې صنوبر حسین او فارغ بخاري مخ کښ وو. په ستمبر ۱۹۴۹م کې هغه د خپل ملګري په یاد د “اسلم” مجلې لومړۍ ګڼه چاپ کړه. په دې کې د افغانستان سره د یو والي خبرې هم کیدې.
په فروري ۱۹۵۱م کې د پاکستان د حکومت خلاف په راولپنډۍ کې یو سازش ناکامه شو نو سرکار په انقلابي لیکوالانو لاس واچاو. صنوبرد فارغ بخاري سره یو ځای، په ۱۹۵۲م کې ګرفتار او ډیره اسمعیل خان جیل ته يې واستول. هلته یو کس ورباندې د تیره اوسپنې ګوزار وکړو چې دی پرې ټپي شو. د خوشې کیدو نه وروسته بیا په خپلو ادبي کارونو اخته او د پاکستان د مترقي لیکوالانو انجمن د صوبه سرحد د څانګې مشر شو. د روس ( پخواني شوروي اتحاد) له خوا صنوبر حسین ته د یوې نمانځنې بلنه وشوه خو حکومت ورله د سفر اجازه ورنکړه.
په ۱۹۵۲م کې پاکستان په ” کمیونسټ” ګوند بندیز او د دې ټول مشران او پلویان يې ونیول. د “اسلم” مجله هم بنده شوه نو صنوبر حسین د صوبایی اسمبلۍ د انتخاب لپاره ځان کاندید کړو. د هغه مخالفانو به ورته ” سور کافر” ویل. عجیبه دا وه چې ولسي ووټونه د صنوبر حریف، د انګریز نوکر ته لاړل او ایماندار صنوبر حسین کامیابه نشو. دی څه موده د” بانګ حرم” مجلې د پښتو برخې مدیر و چې وروسته د ورځپاڼې په بڼه هره ورځ خپریده.
په ۱۹۵۳م کې د صنوبر حسین په زیار، ” ولسی ادبی جرګه ” بیرته فعاله شوه. په دې کې د هر نظر خلک شامل وو او ځوانان يې د تخلیقي ادب نه علاوه، تنقید او انشاء لیکلو ته هڅول. امیر حمزه شینواری، دوست محمد کامل، اجمل خټک، افضل بنګښ او قلندر مومند په شان روڼ اند د دې جرګې غړي وو. سپین ږیری صنوبر حسین د زړه او ساه لنډي په مرض اخته و او خلکو به ورته له مینې ” کاکاجي” ویل. میرمهدي شاه وایی چې د هغه مجلس دومره خوږ و چې خلکو به ورته غوږ نیولی و. په اکتوبر ۱۹۵۸م پاکستان کې لومړی پوځي بغاوت وشو. د پښتو محقق همیش خلیل وایی، د مارشل لا نه وروسته، زه يې لاس تړلی، د ګل بهار پولیس تاڼې ته بوتلم. درې نور کسان يې راوستل چې په دوی کې صنوبرحسین هم و. زه هک پک پاتې وم چې دغه ضعیف او مریض سړي نه هم حکومت ویرېږي. دغه لیکوالان يې درې میاشتې د راولپنډۍ جیل کې وساتل چې هلته د اردو نامتو لیکوال احمد ندیم قاسمي هم و. وروسته دی په خپلو یادښتونو کې لیکي،
” ما اوریدلي وو چې پښتانه زغم نه لري خو کاکاجي سره د لیدو نه وروسته راته څرګنده شوه چې دوی څومره سنګین خلک دی. کوم کسان چې د حقیقت او بې باکي نه ویرېږي، هغوی ورباندې د تشدد ټاپه ولګوي. ما د ۱۹۵۸م د مارشل لا نه وروسته د کاکاجي سره وپیژندل او د هغه کریکټر او خوش بیني مې احساس کړل. په ژوند کې مې په زرګونو خلک ولیدل خو دوه درې منم چې یو پکې کاکاجي صنوبر حسین و.”
دی يې لومړی د لاهور شاهي کلا کې وساتلو چې هلته د دوی یو ملګری حسن ناصر د پولیسو په تشدد ساه ورکړه. بیا ډسټرکټ جیل ته يې واستاو چې د فیض احمد فیض په شان نورمخه ور شاعران پکې بند وو. صنوبر حسین، په فروري ۱۹۵۹م کې خوشی شو نو دوست محمد کامل هغه خپل کور ته بوتلو. هم هلته څلور کاله وروسته د جنوري په دریمه ۱۹۶۳م کې کاکاجي د نړۍ له ستونزو خلاص، د کږې ولې په خاوره کې پټ شو.
د ده څخه دیارلس کتابونه پاتې دي چې د ” شاه ولي الله عمرانیات و معاشیات ژباړه او د مقالو یوه ټولګه اوس چاپ شوي دي.
د عمرخیام د څلوریزو منظوم پښتو ژباړه. د حضرت عمر فاروق (رض)او حضرت ابو زرغفاري (رح) سوانح. تاریخ اسلام – پښتو صرف و نحو، ابن بطوطه د سفرنامې ژباړه. پشتو ادبیات کې تاریخ، د فتنه الکبری ترجمه، ګورغریبان او بې شمیره خطونه او مضامین ناچاپه پاتې دي.
چې يې سر چرې خزان و ته ټیټ نشو
ځکه نوم پرې ادې ایښې صنوبر دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *