په ۱۹۳۰م عبد الصمد لومړی د کوټې او بیا د ” مچ” بدنامه جیل کې د مشر ورور او نورو ملو سره بندي شو.
هلته بازاري، کلیوال، بلوڅ، بنګالي، سیکان، مسیحیان او زیات د ټولنې د ټیټې طبقې خلک ولیدل. دی وایی ” زمونږ لپاره لویه خواری په دوی کی د ځینو خلکو سپک خویونه، په زیاته پوچه خوله وه.” په هره دویمه خبره ښکنځل د دوی عادت و. اڅکزو سره په بارک کې یو کشمیری رحمان ډار او بل عبد القادر د چکلی کنجران ( د ډمو دلالان) وو. خو دوی سپک خویی او ښکنځل نه کول. نورو به ټول وخت د خپلو غلاګانو او نورو بدو خبرو کیسې کولی چې دوی اوریدو ته مجبور وو. په جیل کې د خپل دین د صحیفو نه علاوه بل کتاب یا کاغذ يې نه پریښودل. داسې بیل ځای هم نه و چې عبد الصمد قران کریم پکې لوستی وای. ” دیرش څلویښت کسه به جوخت ناست پاست وو.” د ده مله ایوب خان پرې ځورېدو او ویل به يې چې د سړو خوی مو ورانېږي.
یوه ورځ “کوماره” ته د ایوب خان تربور غفار خان ورله خبر ورکړو چې پلار دې نه ستا د بچو خبر اخیستی دی او نه ورله خرڅ وراستوي. بیا يې ورله تسلي ورکړه چې ستا بچي به څه ته اړ نه وي. دا نابلده خبره نه وه خو د ایوب خان خوا پرې بده او دی زهیر شو. بیا به يې په ټینګه ویل چې له جیل څخه وتل پکار دی. عبد الصمد هم ورته په ټینګه وویل چې تاسو خپله خوښه کوئ، زه په سپکه توګه جیل نه پریږدم. د دغو سپکو نه د بچ کیدو لاره دا ده چې ځان له د جیل ” کلاس” واخلو. مانا يې ځان له د سیاسي قیدیانو ته مخصوص بیله کوټه وه.
خو ژر دوی ته خبر ورکړی شو چې ” مچ” جیل ته به ځئ. ایوب خان نور هم خوابدی، د جیل داروغه سره ولیدل او ورله یو خط هم ورکړو. په دې خبره د عبد الصمد او ایوب خان تر منځ خفګان راغلو خو ده پرواه نه لرله. مشر وررو يې بې پرې پاتې شو خو عیسا خان به په ایوب خاندل او کیڼې ( طنز) خبرې به يې ورته کولې. اڅکزی لیکي چې تر څو مونږ په یوه خله وو نو وخت مو ښه تیرېدو. دا بیلتون راغلو نو دې ته مې سترګې وختلې چې ایوب خان د سرکار له خوا ژر خوشی شي نو ښه به وي خو هغوی نه پریښودو.
د جون۰جولای ۱۹۳۰م په ټول هند کې د کانګرس له خوا د ” مالګې تحریک” په زور و. انګریزانو په زرګونو خلک جیل ته کړی او په پیښور کې يې ګولۍ ورولې وې. د ازادۍ جنګ په زور و خو بلوچستان کې د اڅکزو پاڅون سوړ او د اڅکزو او مګسی یوسف علي خان نه پرته قامي غږ نه و.
یوه ورځ د ” یو-پي د مراد اباد یو لوستې هندو يې مچ ته واستاو. دی په پوځي پلټن کې کلرک ( منشي) او د کانګرس په پره يې څه خبرې کړې وې. پوځي محکمې ( کورټ مارشل) ورته د څلورو کالو د بند سزا ورکړی وه. یو بل کس شبیر شاه په دې جرم جیل کې و چې یو کس د خپلې لور په بدل کې ترې پېسې واخیستې او بیا له واده انکاري شو نو ده هغه جینۍ ووژله. دی به په زولنو کې ساتل کیدو او یو وخت د روغتون په کټ پروت اړخ به يې نشو بدلولې. د اڅکزي په خواست د هغه زولنۍ يې لیرې کړې نو شبیر شاه د ده ملګري شو. یوه ورځ هغه خپله ملامتي ومنله چې جینۍ يې بې ګناه وژلی وه. دی د شلو کالو لپاره بندي شوی و خو اپیلونه به يې کول. اڅکزي ورته خبرداری ورکاو چې هسې نا مرګ سزا درله درکړي نو ویل يې د ۲۰ کالو بند څخه مرګ ښه دی. دی په ۱۹۳۱م کې د کمشنر له خوا ” غرغره” شو. د پانسۍ د کوټې سره جوخت عبد الصمد په کوټه کې بند شومتیا (بهوک هړتال) کړی و. شبیر د پانسۍ نه په “اوسترۍ” ورځ سپرنټنډنت ته خواست وکړو چې یو ځل ورسره لیدل غواړي. خو هغه ویل چې دی د ډېرو ورځو شوم دی نو تا له نشي راتلی. د هغه د پانسۍ په سهار یخ و او د لنګر په خوا کې یو دوه مرغۍ مړې پرتې وې. قیدیانو ویل چې دا د هغه سید ( شبیر شاه) په غم کې مړې شوي دي.
په ۱۹۳۷م کې عبد الصمد بیا مچ جیل ته يې واستاو نو هلته د دغو دوو چڼچڼو څخه د لویو سپینو مارغانو سیل جوړ و. نورې ډېرې خبرې هم د دغې خونې د “بزرګۍ” په اړه کیدې. په مچ کې د شبیر شاه لوی زیارت جوړ او په منونو چرس او بنګ ورباندې خلکو څکول. ” په زرګونو نر او ښځې مرادونه او اړی ( حاجات) ورته راوړي.”
د کوټې جیل کې څو پنجابي بنایان ( راج) په دوو ډلو کې تر ټولو بیل يې ساتلي وو. هیڅوک يې دوی ته نزدې نه پریښودل. داسې ښکاریده چې هغوی هم سیاسي بندیان وو خو د جرم پته يې نه لګیده. بیا د سرکاري خلکو د جرګې نه وروسته، د کوټې پنجابیان يې وویستل خو یو کس چې محمد یوسف نومیدو، مچ ته له راغلو. اڅکزی وایی چې د هغو بنایانو مشر مې دوه کاله وروسته په لاهور کې د “مجلس احرار هند” په غونډه کې ولیدو. دی محمد شفیع نومیدو او د کشمیر د خپلواکۍ په جنګ کې د شهیدانو په ویاړ د سیالکوټ او جمو په سرحد یو جومات جوړ کړی و. خلکو به ورته د شفیع جومات ویل. د دې ډلې یو بل مشر “پېروز” په کوټې کې اوسیدو چې زوی يې د بنایی (جوړښت) او ټیکیداري کوي. دا بنایان د سیالکوټ وو خو په کوټې کې يې مزدوري کوله. دوی په خپلو کې دا هوډ کړی و چې په ټول هند کې د انګریز د قانون ماتولو ” ښور” شته خو بلوچستان کې نشته. نو دوی یو تحریک شروع کړو چې یو کس به هره ورځ ماځیګر د سنډیمن هال باغ ته ورځي. هلته په سوونو نر ښځې هندو مسلمان سیل او لوبو له ورتلل. نو دوی به د کانګرس په ملاتړ وېنا کوي چې خلک د خپلواکۍ لپاره راوهڅوي. خو له بده مرغه په دوی کې د دوو ځوانانو خپلو کې ورانه وه. یو کس پکې پولیسو ته مخبري وکړه چې دا بل سری بمونه جوړوی او په کوټه کې به سرکاري ځایونه الوزوي. د بنایانو ټوله ډله ونیول شوه او وروسته بیا د هغه یو ځوان نه علاوه ټول يې پریښودل چې دروغ يې ویلي وو.
د ځینو ټکو معنا
کوماره – هغه ځای چې قیدیان به يې د بیګار کارونو له بوتلل. هلته د دوی خپلوانو به ورسره ملاقات هم وکړو.
اوسترۍ – اوړمه ورځ
نور بیا