خړتمی


په یورپ کې د کرسمس، غرمې ډوډۍ لپاره خلک هغه لوی چرګ پخوي چې پښتانه يې” خړتمی” بلي.
په ایران او افغانستان کې دا د “فیلمرغ” په نامه پېژندلی شي. په یورپ، امریکا او برطانیې کې خړتمی ” ټرکي” نومېږي خو په ترکي (ملک) کې ورته”هندي” نوم اخلي او په هند کې ورته ” پېرو” وایی.
هیڅوک خبر نه دي چې خړتمی په اصل کې د کوم ملک و او څه وخت کډوال شو. کله چې اروپایانو په لومړي ځل د امریکا په خاوره قدم کیښودو نو د هغه ځای اصل اوسیدونکو ( ریډ انډین) په لوی شمیر ” خړتمي چرګان” ساتل. د امریکې پوځ به خپلو عسکرو ته د رخصت په محال، خړتمی هم ورکاو. له ۱۸۰۰ م کال څخه په امریکا کې ۲۷ نومبر د ” شکرانې ورځ” او په ډوډۍ کې د خړتمي غوښه خوري. د نورو چرګانو په پرتله، خړتمي کې غوښه ډېره او دا د غوا او ګډ سرې غوښې نه ارزانه وي. د پخولو په وخت د خړتمي په تشه خېټه کې وچه میوه، نارنج یا نوره ترکاري ډکه کړي او په داش ( تنور) کې يې درې څلور ساعته پخوي. پر میز د نورو خواړو تر منځ سور شوی ” خړتمی” ډېر ښایسته ښکاري. خو د دې سپینه غوښه دومره وچه وي چې ” سوس” یا د ټینګې ښوروا نه بغیر خوند نه کوي. د دې له کبله په ایشیایی ملکونو کې د خړتمي قدر نشته او کلیوال يې د شوق لپاره ساتي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *