چار آینه


شا و خوا دوه نیم زره کاله پخوا د روم پوځیانو به د جنګ په وخت د کمیس د پاسه نری ” مسین” څادر تړلو چې د تورې ګوزار سره زخمي نشي. بیا دا په ګول شکل کې د څرمنې تسمو سره جوړیدو. په پښتو کې دا ” سپر” او زغره نومېږي.
د روم پوځيانو به ډال هم ساتلو چې د تورې او د غشي د جنګ په وخت به يې په سر یا مخ ته نیول. تر ۱۳ پېړۍ د نړۍ په نورو ملکونو کې د اوسپنې، برونز او د مسو زغرې رواج شوې. دوه زره کاله پخوا په فارس کې د هخامیني پوځ لپاره مستطیل زغرې جوړیدې چې وروسته په مرکزي ایشیا او هند کې هم رواج شول. د فارسي “چهاﺮآﻳنه” په روسي او چیني ژبه کې هم ” آینه یا هنداره” نومېږي. د شیشې د کشف نه وړاندې خلکو به خپل مخ په اوبو یا په ځلیدونکي اوسپنې کې لیدو. د ” چار آینه” نوم هغه زغرې لپاره کاریدو چې څلور برخې يې لرلې. یوه په سینه، بله په ملا او دوه په دواړو خواو د څرمنې په تسمو او د اوسپنې په کونډو يې تړل. په مسو او برونزو کې به يې لږ مقدار اوسپنه او پیتل ګډ کړل چې سپر سپک خو کلک وي. د اغوستونکي د راحت لپاره به يې د دې شا ته مخمل ګنډل. چار آینه نه یواځې د تورې او غشي د ګوزار دفاع وه بلکه دا د بد نظر څخه د ژغورنې یوه ټوټکه وه.
د چنګیز خان منګول جنګیالو به د اوسپنې ګول آینه یواځې په سینه تړلی وه. دوی د تیښتې او یا په شا تلل نه منل. تر ۱۶ پېړۍ د پارس او مرکزي ایشیا پوځیانو لپاره به مستطیل چارآینه جوړیدل چې پوره بدن پرې پټ وي. دا په انګریزي کې ” کیراس” نومېږي.
د وخت په تیرېدو د عسکرو لباس سپک او په چار آینه کې هم بدلون راغلو. دا به يې وړو فلزي پترو یا کړیو څخه جوړول چې یو بل سره به يې نښلولي وو. تر ۱۷ پېړۍ د چار آینه رواج ختم شو ځکه بارودي وسله لکه ټوپک او توپ جوړ شول. اوسني پوځ لپاره میداني جنګ ګې یو ډول واسکټ” بلټ پروف جیکټ” په غاړه کوي چې ” مرمۍ ضد” تخته پکې ګنډلی وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *