د پښتونخوا په مردان کې غله ډېر یو وړوکی کلی چې نزدې ورته د کلپاڼۍ ویاله او یو کچه سړک ترې شهباز ګړی ته وتلی و. دا وړوکی کلی د خپلواکۍ مبارز د ” تلوار” ټبر ټاټوبی و چې مشر يې ګورداس مل نومیدو.
په نولسمې پېړۍ کې د ده پلار دیوان چند زمکه وال و خو حکیمي درملنه به يې هم کوله. د تورو نواب” قادرخان” به کله کله ترې دارو اخیستل چې دوه زامن (محبت خان او کریم خان) بد عمله وو. دوی به د پولې پټیو په سر کروند ګرو ته ګواښونه کول او یوه شپه کریم خان د دیوان چند کور ته ورغلو چې پلار مې سخت ناروغه دی. دیوان ورته دروازه پرانسته نو څو کسانو په چړو ووهلو. د هغه میرمن لکشمي دېوي له ویرې، ماشوم ګورداس مل، د پنبې (پخت) په ګودام کې مالوچو لاندې پټ کړو. دیوان چند ټپي او هغه حمله کوونکي يې وپیژندل خو درې ورځې وروسته په مردان روغتون کې يې ساه ورکړه. لکشمي خپل یتیم ماشومان لوی کړل او ګورداس مل د کور مشر شو چې نهه زامن او یوه لور يې لرل. مشر يې جمنا داس په لاهور کې سرکاري ملازم شو. دویم هری کشن په ۱۹۰۸م کې وزیږېدو چې زمونږ د کیسې اتل دی. ګورداس مل د خدای خدمتګارغړی و او یو ځل د خپلې میرمنې “متهوره دیوي” سره په آله آباد کې د کانګرس غونډې ته هم ورغلو. په هغو ورځو کې ټول مردان ” مفرورانو” په مخه اخستي و او ګورداس مل د ځینو غلو په نیولو کې برطانوي حکومت سره مرسته کړی وه.
هری کشن د سبق سره شوق نه و خو له تنکي عمر څخه يې د پښتو حماسي شعرونه ویل او د کلي هرې جرګې ته به تلو. په ۱۹۳۰م کې دی د خپل ورور بهګت رام سره د کیسه خانۍ په جلوس کې شامل و. دواړه وروڼه ګرفتار او ذنداني شول. څو ورځې وروسته، دغو ځوانانو ته په انګریزي لیکلی یوه معافي نامه يې ورکړه چې دستخط پرې وکړي. د هری کشن انګریزي نه وه زده نو پاڼه يې لاس لیک کړه او دی خوشی شو. بهګت رام دستخط ونکړو او د بند په سزا محکوم شو. هری کشن کور ته راغلو نو پلار ورته د بې غیرتۍ پیغور ورکړو او هغه د یو لوی کارنامې په تکل کې شو.
د تلوار په خپلوانو کې یو ځوان “چمن لال کپور” د هند انقلابي ډلې سره مل و او هری کشن د ده له مفکورې اغیز من و. د ګورداس مل کور ته د ده تګ راتګ زیات شو نو دی شکمن شو. له هغه يې وپوښتل نو خبر شو چې دوی د پنجاب ګورنر ( جیفری ډی مونټ مورنسي) د وژلو پلان جوړ کړی و. هری کشن هم ورته سینه ټکولی وه. خو هغه تنکی ځوان اوعقل يې پوخ نه و نو پلار ورته نتایج په ګوته کړل چې د ذندان سختې زغملی شي که نا؟ هری کشن ورته ډاډ ورکړو نو ګورداس مل ورته د تورو(مردان) نه یوه طماچه او کارتوس راوغوښتل. بیا هره ورځ د کور په چت به يې ورته د نښې ویشتلو چل ښودو. د څو اوونیو د پریکټس څخه وروسته، هری کشن او چمن لال د نوښار اورګاډو سټیشن نه لاهور ته روان شول. پلار يې چمن لال ته وویل چې په هري کشن پام ساتي ځکه دی ډېر وړوکی او ساده دی. زوی ته يې وویل، ګوره چې د ” تلوار” کورنۍ نوم بد نه کړې.
لاهور ته په رسیدو، دوی خبر شول چې ملګرو يې پلان شنډ کړی و ځکه پوره تیاري يې نه وه کړی. هری کشن ورته وویل چې دی اوس بیرته نشي تلی. هغوی د ده عزم ولیدو نو څو ورځې يې د پنجاب پوهنتون هغه هال ته بوتلو چې ګورنر پکې کامیابه طالب علمانو ته ډګرۍ ورکولې. دننه ورتلو لپاره يې هری کشن ته پاس (جواز) او د محصلینو توره چپنه واخیستل. د یو غټ قاموس دننه پاڼې يې پریکړې او د ده ډکه طماچه يې پکې کیښوده. په ۲۳ دسمبر د پوهنتون په لاره په ساده جامو کې پولیس هر ځای ولاړ و. دوه کاله وړاندي هم دغسې په رڼا ورځ یو انقلابي بهګت سنګ د پولیسو مشر جان سانډرز وژلی و. دواړو ته عدالت ( محکمې) د مرګ سزا ورکړی و او په جیل کې بند وو. هری کشن یوولس بجې توره چپنه په غاړه، کتاب په لاس، هال کې په یو سیټ کیناستو. د پوهنتون چانسلر ډاکټر ایس رادها کرشننن خپله وېنا وکړه، ګورنر محصلو ته سندونه ورکړل او لنډ تقریر يې وکړو خو هری کشن په انګریزي نه پوهیدو. ګورنر بیرته تلو لپاره سټیج نه راښکته شو نو د هری کشن په خپلې کرسۍ ودریدو او په هغه يې دوه ډزې وکړې. یوه د هغه په ګس مټ او بل د ده په شا ولګیده او دی خپلو محافظانو یوې کوټې ته بوتلو. په هال کې غوبل جوړ شو او پولیس سب انسپکټر چنن سنګ، هری کشن ته ودانګل نو په دریم ډز زخمي او وروسته د ډېرو وینو په بهیدو مړ شو. ده پسې بل انسپکټر په څلورمې ګولۍ ولګیدو. په پینځمې ګولۍ یوه برطانوي میرمن، “ډاکټر میکډرمټ” زخمي شوه. شپږمه ګولۍ يې په دیوال خښه شوه او هغه په تشه طماچه کې نورې ګولۍ ډکولې چې پولیسو ونیولو. دی يې د انارکلی تاڼې ته بوتلو او هلته له ډبولو وروسته، د لاهور کلا ” تشدد کوټې” ته يې واستاو. هری کشن نه د دې سازش د نورو غړو پوښتنه کیده خو ده ورته ویل چې هغه یواځې دا کار کړی و.
ګورداس مل د پیښې په وخت پیښور جیل کې بل زوی بهګت رام لیدو ته ورغلی و. دی کور ته په لاره خبر شو چې د پنجاب ګورنر له ډزو څخه ژوندی پاتې و. هغه شپه د پولیسو بې شمیره ګاډي د ده کور مخې ته ودریدل. د ده کور يې تالاشي کړو او ګورداس مل يې ځانه سره د مردان تاڼې ته بوتلو. دی يې دوه ورځې هلته وساتلو او د تلوار کورنۍ په ضد د سازش مقدمه درج شوه.
په شیخو پوره کې هغه شپه، جمنا داس کور ته هم پولیس ورغلو او پیښور د اربابانو یو پښتون افسر، دده میرمن، ماشوم زوی او کشر ورور ایشور داس له کوره وویستل. جمنا داس ته يې د هتکړۍ ( ولچک) لګولو په وخت وویل چې د ده پوره ټبر خاین و چې مهربان انګریز په ضد يې فعالیت کاو. جمنا داس يې هم د لاهور کلا ته بوتلو او څو ورځې پرې تشدد کیدو چې د سازش په اړه ترې معلومات واخلي. خو هغه په لاهور کې د ډزو څخه هم خبر نه و. هری کشن یوه میاشت وړاندې ورور کره ورغلی و خو هغه ته يې هیڅ نه وو ویلي.
د مردان پولیس ګورداس مل ته اجازه ورکړه چې لاهور ته ورشي. دی لومړی شیخو پوره ته لاړو نو جمنا داس له نوکرۍ وویستل شوی و. دواړه یو ځای لاهور ته ورغلل چې هری کشن سره وویني. هغه د شاهي کلا څخه “بورسټل” ته يې استولی و. دا د کمسن مجرمانو جیل و ځکه هری کشن د انګریز په قانون کې ماشوم و. دواړو د هغه پر مخ وچه وینه، په وجود شنه داغونه او د شکنجو نښې يې لیدای شو. پلار ترې پوښتنه وکړه چې هغه غټ پټ سړی درنه څنګه ژوندی پاتې شو. زوی ورته وویل چې زه په کومې کرسۍ ولاړ وم، هغه خوځیده نو نښه مې خطا شوه.
په پنجاب کې هغه وخت د ملت پالو وکیلانو یوې کمیټې، په عدالت کې د خپلواکۍ د مبارزینو دفاع کوله. د دې یو غړی، ” آصف علي” د هری کشن مدافع وکیل شو چې څو ورځې وړاندې پخپله د ګجرات له جیل څخه خوشې شوی و. پولیسو به هر وخت د آصف علي او د تلوار ټبر څارنه کوله، ان چې دی د هری کشن سره لیدو لپاره جیل ته لاړو نو هلته هم موجود وو. هغه په دې احتجاج وکړو نو بیا یواځې به يې لیدل. هری کشن ورته وویل چې پولیس ورباندې وایی چې معافي وغواړي نو خلاص به شي. حکومت غوښتل چې که دی معافي وغواړي نو ولس به ترې مایوسه شي. وروسته به يې په پټه غرغره کړي او څوک به ترې نه خبرېږي.
په ۱۴ جنوري ۱۹۳۱م د لاهور سیشن جج اینډرسن په عدالت کې د هری کشن مقدمه پېل شوه. د جیوري په نهو کسانو کې دوه هندوان، درې مسلمانان او څلور انګریزان وو. آصف علي ته د تیاري لپاره پینځه ورځې وخت ورکړی شوی و نو هغه د مقدمې ځنډولو غوښتنه وکړه خو جج و نه منل. د جیوري پینځه غړي سرکاري ملازمان وو خو جج د ده په اعتراض یواځې یو کس ترې وویستو. آصف علی له خوا د مقدمې د ځای بدلولوغوښتنه هم رد شوه ځکه د پنجاب ګورنر پخپله مدعي و او دا د انګریز د خپل قانون سرغړونه وه. بیا پینځه ورځې مقدمه روانه وه او په وروستي ورځ هری کشن يې خپل دفاع لپاره عدالت ته راوستو. هغه خپل دفاع لپاره یو شاهد هم نه لرلو خو د انګریز حکومت د ظلم بیلګې يې په ګوته کړې. د کیسه خانۍ او د مردان د ډزو ذکر يې وکړو چې پکې په سوونو بې ګناه خلک وژل شوي وو. په پیښور جیل کې د یو ځوان حبیب نور د غرغرې خبره يې یاده کړه چې په چارسدې کې يې یو پوځي افسر وژلی و. د خپلو خبرو په پای کې هری کشن د ” انقلاب ذنده باد” ناره پورته کړه.
په ۲۶ جنوري د فیصلې په ورځ، د جیل څخه ترعدالت په ټوله لاره ولاړو خلکو هم دغه نارې وهلې. جیوري د هغه سن ته په کتلو، د عمر قید سزا وړاندیز وکړو. خو جج ورته د مرګ سزا ورکړه. آصف علي سمدلاسه د دې فیصلې خلاف اپیل ولیکلو او هری کشن زړه نازړه پرې، دستخط وکړو. هغه شپه، ده جج ته یو لیک واستاو چې زما د اپیل درخواست دې فسخ شي. جج بیا هم د هغه وکیلانو ته تر مارچ وخت ورکړو. د مدافعې دلیل دا و چې د سیشن جج عدالت چا ته د مرګ سزا ورکولو اختیار نه لري. د دې اختیار یواځې های کورټ ( سترې محکمې) سره و.
په ۱۰ مارچ د ده اپیل په “های کورټ” کې رد شو. د ملي مشرانو په مشوره آصف علي یو بل اپیل “پریوي کونسل” ته وکړو چې د “سپریم کورټ” بل نوم و. هغه وخت د هند مشرانو او د پریوي کونسل تر منځ د سیاسي بندیانو د خوشې کولو لپاره مذاکرات روان وو. ګورداس مل هیله لرله چې ممکن د هری کشن د مرګ سزا ورته په عمري بند واړوي. خو پریوي کونسل هم اپیل رد کړو. هری کشن يې له “بورسټل” څخه بیا لاهور جیل ته واستاو او هغه د خپلواکۍ نامتو مبارز سردار بهګت سنګ سره د لیدو غوښتنه وکړه چې په بله کوټه کې بند و. هری کشن بهوک هړتال (شومیا) پېل کړه نو اخر نهه ورځې وروسته داروغه، بهګت سنګ ته اجازه ورکړه چې د هغه کوټې ته ورشي.
په ۲۳ مارچ ۱۹۳۱م حکومت بهګت سنګ او د ده دوه ملګري د شپې غرغره کړل. د دوی مړي يې فیروز پور سره نزدې د ستلج سیند پرغاړه ځنګله کې وسیزل. هری کشن يې په هغه شپه، په پټه يې میانوالي جیل ته بوتلو او خپلوان يې خبر نشول. جمنا داس په ډېرو منډو ترړو معلومات وکړل او میانوالي ته لاړو. هلته خبر شو چې ورور به يې په ۹ جون غرغره کېږي نو پلار ته يې تار واستاو چې تر ۸ نېټې راشي. په پیښور جیل کې بهګت رام هم د ورور سره وروستي ملاقات ته لیواله و. دی يې په زولنو کې تر نوښار ټرین سټیشن بوتلو چې هلته د ده پلار او نور خپلوان هم هغه ګاډي کې سپاره شول.
د میانوالي په جیل کې هری کشن خپلوانو ته وویل چې ما پسې په اوښکې نه تویوئ. که حکومت د ده ورته وسپارلو نو هغه ځای کې يې وسېزي چرته چې بهګت سنګ مړی يې سیزلي وو. جمنا داس برطانوي حاکمانو ته د هغه د مړي لپاره، شملې ته ټیلیګرام واستاو خو هیڅ جواب رانغلو. په میانوالي کې داسې اوازه شوه چې هري کشن به نه غرغره کېږي. د ده کورنۍ ته یوه هیله پیدا شوه خو هلته د کانګرس غړي د دوی سرای ته ورغلل او وې ویل چې دا ګنګوسې حکومت پخپله خپاره کړي دي. چارواکو نه غوښتل چې لوی شمیر خلک راټول او مظاهره وکړي. په ۹ جون، ګورداس مل د خپلوانو سره سهار څلور بجې جیل ته روان شو. له لیرې يې لیدل چې په یوې لارې بار لرګي د جیل بل خوا ته وړل کیده. شپږ بجې د جیل دننه څخه د قیدیانو ناره ” انقلاب ذنده باد” پورته شوه نو دوی پوه شول چې زوی يې د غرغرې لپاره روان و.
لږ وخت وروسته د جیل لویه دروازه خلاصه شوه او په څادر کې پټ د هری کشن مړی يې یو ویګن کې کیښودو. هیڅوک يې د ده مخ لیدو ته نه پریښودل. د پولیسو ګاډي د ویګن وړاندې وروسته یو نامعلوم ځای ته روان شول. جمنا داس بیا چارواکو ته خواست وکړو چې د هری کشن ایرې دې ورته وسپاري خو چا پرې غوږ نه ګراو. په بله ورځ دوی ته چا خبر ورکړو چې مړی يې سیند ( اباسین) ته اوړی و. د تلوار کورنۍ هلته ورغله نو له لیرې يې ولیدل چې پولیسو په ایرو اوبه شیندلې. بیا څو کسانو هغه ایرې په دوو بوجیو کې بند، سیند منځ ته یوړل او په روانو اوبو کې لاهو کړل.
دا خبر په ټول هند کې خپور شو او تر ۱۲ جون په زرګونو ولس د ګورداس مل کورنۍ سره د غم رازې لپاره په پښو غله ډېر ته روان وو. د کلي چاپېره د حکومت وسله وال پوځ را تاو و. په ضلع کې د خلکو په راټولیدو بندیز ولګیدو او پولیسو له خوا د ګولۍ چلولو ګواښ وشو. باچا خان نه غوښتل چې تاو تپ زیات شي نو خلکو ته يې د بیرته تلو وویل. خو په قهر ژن ولس هیڅ اثر ونشو او ځینې پښتانه، ګورداس مل ته لاړل چې دوی به په خپل سر د هری کشن لپاره یوه جلسه کوي. هغه ورته وویل چې د خپل مشر خبره دې ومني چې نورې وینې توی نشي. د صوبې برطانوي ګورنر “اولف کېرو” ( د پټهان کتاب لیکوال) ګورداس مل ملامت کړو چې زوی يې د پنجاب ګورنر وژلو لپاره تیار کړی و. برطانوي حکومت د تلوار ټبر په ضد ۵۲ عدالتي دعوی وکړې. یو تور دا و چې په خپل کور کې يې د ګاندهي او نهرو عکسونه ساتل او انقلابیانو ته يې ځای ورکاو. ګورداس مل د خپل دفاع لپاره زمکې ګاڼه ( ګروی) کړې او مودام به مردان عدالت ته ورتلو. اخر دا ۴۸ کلن پلار، په ۷ جولای هم هلته د سرکاري وکیل د جرح په وخت بې هوشه شو. دی يې روغتون ته بوتلو خو هلته ۴ بجې حق ته ورسیدو.
مېړني دی چې یادېږي، په سندرو، هم په ویر
سرچینه
The Talwars of Pathan Land and Subhas Chandra’s Great Escape. Bhagat Ram Talwar. People’s Publishing House. New Delhi. June 1976