آی خانم

د ۲۰۰۵م په اوړي کې د افغانستان شمال کې د ” آی خانم” لرغونی ښار لیدو ته ورغلم. هلته د څو ډبرینو ستنو نه علاوه پکې څه پاتې نه وو او ځای ځای د بلډوزر جوړو کندو د لوټمار حال ویلو.
په ۱۸ مارچ ۱۸۳۸م کې د ایسټ اندیا کمپنۍ یو استاځی “جان ووډ” بدخشان کې د یو پخواني کیسه واوریده چې ” باباړه” نومیدو. خو ځایی خلکو په دې اړه د ده د پوښتنو جواب نه ورکاو. په ۱۹۶۱م کې د افغانستان باچا ظاهر شاه هلته ښکار په وخت د یو ښار اثار ولیدل. هغه د فرانس لرغون پوهانو ډلې (دافا) ته هلته د پلټنو وویل. د دې ښار پخوانی نوم ” استوباره” یا اسکوبارا و یعنی د ” د سیند لوړه غاړه”. ځایی خلکو آی خانم او لرغون پوهانو ” د آمو اسکندریه” وویل. دا د آمو سرچینې څخه ۱۰ کلومیټر ښکته، دوو اړخونو ته سیند او بلې غاړې ته يې غر دی. هلته د دوو زرو کالو راهیسې انسانانو ژوند نه و کړی نو لرغوني اثار زمکې ته نزدې پراته وو. خو د ټول ښار زمکه ۳۰۰ مربع کلومیټر وه نو د خپلو محدودو وسایلو سره فرانسویانو په ۱۹۷۴م کې کنستون پېل کړو. د ښار چاپېره د کچه ( خامو) خښتو دېوال راتاو و او په شمال کې د دې لوی دروازې څخه یو نیم کلومیټر اوږد سړک جنوب خوا ته تر غونډۍ او بیا د سیند جنوب څنډې ته وتلی و. په جنوب کې د کچه خښتو استوګنځایونه، په دریو برخو ویشلي او تیږه پکې لږه کارول شوی وه. یوه لویه ماڼۍ ۳۵۰ میټر اوږده او ۲۵۰ میټر پلنه وه چې د شاهي استوګنځای نه علاوه، انتظامي دفتر او خزانه يې لرل. مخې ته يې مستطیل غولی او د لوی محرابي دروازې نه ورته لاره وتلی وه. د غولي دواړو غاړو ته ۱۱۸ ډبرین ستنې وې چې اوس يې یو څو پاتې دي. دننه د پارس په جوړښت یو ” اېوان” په ۱۸ ستنو ولاړ و چې یوه منقشه دروازه يې لرله. په ګیلرۍ او دالانونو کې د موزېک فرشونه وو. د کوټو چاپېره ګول دالانونه وو چې تلونکي او راتلونکي به یو بل نشول لیدای. دوه غسل خانې هم وې چې پکې د چونې تیږه او موزېک فرشونه وو. په لویدیځ کې د شاهي کورنۍ لپاره کوټې او ورسره یو کتابتون و. د حکومتي کارونو لپاره بیلې کوټې، په ختیځ کې لوی هال او په لویدیځ کې د خزانې لپاره ۲۱ کوټې د ۳۰ مربع میټرغولي چاپېره د ګودام په توګه کاریدې. هم هلته د بدخشان لاجورد، عاج (هاتي غاښ) اګر بتۍ، سکې او نور قیمتي توکو نه علاوه د ذیتون د غوړو بې شمیره خټین مرتبانونه پراته وو چې په یوناني ژبې ورباندې نومونه لیکلي وو. کوسموز، آيسوډورا، نيکراټوس يوناني،” لايسيناياس” د مقدونيې ا اوکسبوکس او اوکسبازيس” باختري نومونه و. یو مرتبان دوه زره کاله وروسته هم نیم په تیلو ډک و چې ورباندې هېميلويوس د هيپايس اوسیدونکی، او ورسره د حکومت ۲۴ ( ۱۴۷ ق م) کال لیکلی و. د تیلو ډک په بل مرتبان ” مولوس” نوم لیکلی و چې هغه د دوو نورو لوښو څخه غوړ دغه مرتبان ته واړول او د ” سټراټو” د ملکیت مهر يې پرې ولګاو.
د شته منو خلکو لوی استوګنځایونه د ماڼۍ په جنوب کې په یو قطار جوړ وو چې منځ کې يې سړک و. دا په ځانګړي تخنیک جوړیدل چې د بنسټ په کنده کې به يې د لرګي فریم خښ کړو. په دې کې به يې د سیند د خټو دیوال ودراو. بیا به يې په وچو خټو، د چونې او نورو موادو پوښ وکړو او په اخره کې رنګ ووهلو. سیند ته نزدې یو کور ۶۶ میټر اوږد او ۳۵ میټر پلن و. د دې یو خوا کوټې او بل خوا غولی و چې منځ کې يې برنډه پر دوو ستنو ولاړه وه. د کور د میلمستون چاپیره ګول برنډه وه چې غسل خانې، پخلنځي او نورو کوټو ته يې لاره ویستله. تر ۱۹۷۳م یو بل کور وسپړدل شو چې د ښار مرکزي کورونو نه لوی- ۱۰۸میټر اوږد او ۷۲میټر پلن و. په دې کې هم غولی و خو کور په دوو برخو ویشلی و چې په یو کې خلک اوسیدل او بل کې حمام او د خدمتګارانو وړې کوټې وې. دلته یوه ستنه ۸ میټر لوړه وه او ممکن د جوړښت لپاره د پارس او د مرکزي ایشیا نقشه وکارول شوه.
په آی خانم کې درې عبادتځایونه وو چې لوی د ښار بنسټ په وخت جوړ او وروسته پکې ترمیم وشو. د دې دېوالونه ۶ میټر لوړ او لویه دروازه يې سړک لوري ته وه. یو خوا لرګینې ستنې او بل خوا کوټې وې. یو قربان ګاه د شمال ختیځ دیوال سره او د ختلو لپاره ورته درې پوڼۍ د میسوپوټیمیا جوړښت په ګوته کاو. د دیني مراسمو توکي لکه د تیلو کوپۍ، د عاج چوکۍ او د ګچ بوتکي پکې پراته وو. یو ګول نقریی، میدال هم وموندل شو چې هلالي سپوږمۍ، یوناني اسطوره ” سیبل” د نایکی” سره یو ځای د زمرو په ګاډی کې سوره ده، ښکاري. د معبد په منځ کې یوناني ډول د زیوس اسطورې ولاړه مجسمه وه چې د تالندې نښه يې لرله. د دې په فرش ” موزېک” کې د نمر، ازغنو پاڼو، د ډولفن مهیانو او کربوړو نقشونه جوړ وو. په منځ کې د مرمرو یوه پښه د ۵ -۶ فټه لوړې مجسمې نه پاتې وه او یوناني ډول څپلۍ په دوو مزو ټینګه وه. دا په اولمپیا کې ولاړ د یوناني زیوس په شان وه خو د لرغونپوهانو په اندازه آی خانم کې د باختري اسطورو آهورا مزدا یا میترا عبادت هم کیدو. د دکانچې لاندې دوه د لرګي او دوه د تیږې تابوتونه وموندل شول.
د آی خانم هدیره له ښاره بهر شمالي دیوال سره وه خو د لوی عبادتځای د تخت لاندې موندل شوي تابوتونه ښایی چې دا د معتبر کسانو وو. په یو تابوت کې د نذر لپاره سوری و او ورباندې د دې ښار جوړونکي ” کینیاس” نوم لیکلی و. ورسره په یوې تیږې یوناني لیکنه، د ایتهنز په ډیلفي کې د اپالو اسطورې سره لیکلي ۱۴۵ اصولو یوه برخه وه. ” په ماشومتوب کې ادب زده کړه، په ځوانۍ کې خپل نفس قابو کړه، په زړښت کې انصاف وکړه، په زړښت کې ښې مشورې ورکړه. چې مرې نو پښیمانه به نه يې… ” د دې کنده کوونکي “کلیر چوس” ورسره وضاحت کوي چې دا د پخوانيو هوښيارو خلکو وېنا د سپيڅلي ”پانتيان” په معبد کې ليکل شوي وه. له هغه ځايه، ده دا ځلاند الفاظ ډېر په احتياط کاپي کړل او په دې ليرې ځاې کې د کينياس مقبرې ته يې راوړل. ” معمار ” کینیاس” پنځوس کاله ژوندی و. د ښار شمالي دېوال سره جوخت دویم مزدک وړوکی او درې کوټې يې لرلې. دریم عبادتځای د غونډۍ د پاسه، د زردشتي مزدک په شان پرانستې او چت يې د مرمرو په ګول ستنو ټینګ و. د یوې دکانچې مخ نمر خاته لوري ته و چې ممکن هلته د نمر لپاره قرباني کیده.
په ښار کې جیمنیزیم ۱۰۰ میټر پلن او هم هغه هومره اوږد و چې هغه زمانه کې یوه لویه ودانۍ وه. د دې په دوو ستنو د دوو کسانو له خوا لیکنې شوی وې چې خپلې اسطورې ته يې عقیدت څرگنداو. د یو سپین ږیري مجسمه هم رابرسیره شوه چې په لاس کې يې کوتک نیولی و او ښایی یو نامتو لوبغاړی یا د جیمنیزم مشر وي. یو لرګین قالب هم وموندل شو چې د پاخه عمر یو سړي په سر تاج ایښې دی. په دې د چا مجسمه جوړه شوه؟ څرګنده نه وه خو ورسره د رنګ مشواڼۍ، د نمریز ګړۍ تختې او نور ذینتي توکي پراته وو.
د دې ښار خپل خلک لږ وو خو ښایی هلته د شا و خوا سیمو خلک د نندارې یا مذهبي مراسمو لپاره راتلل. نو ځکه د آی خانم په یوناني ټهیټړ کې د ۴۰۰۰ نه تر ۶۰۰۰ پورې نندارچیان کیناستی شول. په یونان کې په دغسې تهیټر کې باچا او د ده امیران به د ولس سره یو ځای کیناستل. خو په آی خانم کې د شاهي ټبر لپاره بیل ځای جوړ و چې ښایی د دوی “ډیموکراسي” د نورو خلکو لپاره نه وه.
د لرغونپوهانو په اندازه دلته د اسکندر نه وړاندې د پارس د هخامیني باچاهانو یوه کلا موجوده وه. په ۳۲۹ ق م کې دلته په لومړي ځل یوناني لښکر ورغلو. اسکندر د باختر ټوله سیمه خپل یو جنرل ”سليوکس” ته سپارلې وه چې د یوې صوبې په توګه يې اداره کاو. د دوی سلطنت د ” سیلیوسیډز” په نوم یادېږي. په ۲۸۱ ق م کې د سیلیوکس زوی ” آینټیوکس باچا شو او تر ۲۶۱ ق م باچا و. په ۲۵۰ ق م کې د ده حاکم ( ګورنر) ډایوډوټس خپلواکه شو نو د سیلیوکس بل زوی ( دویم سیلیوکس) د ډایوډوټس خور سره واده وکړو او د ده زوی ( دویم ډایوډوټس) باچا شو.
د آی خانم په ۶۰ میټر لوړې غونډۍ، د ۳۰۰ او ۲۸۵ق م ترمنځ د څار برجونه جوړ شول چې هغه وخت ” سیلیکوس نیکوټور” یا د ده زوی اینټیوکس د باختر باچاهان وو. اینټییوکس په ۳۰۵ ق م کې په هند حمله وکړه خو موریه باچا مات کړو. اینټیوکس روغې ته مجبور شو او د اباسین پراخه سیمه يې ورته د ۵۰۰ جنګي هاتیانو لپاره پریښوده. دلته موندل شویو په ځینو سکو د لومړي اینټییوکس باچا نښه، یوې دایرې کې دننه مثلث، کنده وه. هم دغه نښه د آی خانم په پخو خښتو هم ټاپه وه. ښایی هغه وخت په آی خانم کې یو ضراب خانه هم وه. د موندل شویو ټولو سکو دریمه برخه د اینټیوکس د دورې نه پاتې دي. د ده وارث دویم اینټیوکس په ۲۶۱ ق م کې باچا شو. د ده یوه میرمن ” اپامه” د باختر د باچا ” سپیتامینز” لور وه او وروسته د دې زوی “يوکريټايډيس” د باختر باچا شو. ده هم د هند نه ډېر سره زر چور کړی وو نو آی خانم کې يې ماڼۍ، جیمنیزیم او تهیټر جوړ کړل. د دویم ق م پېړۍ په نیمایی کې دا ښار ” یوکریټیډیه” ونومول شو چې خپل برم ته رسیدلی وو. په تهیټر کې به ډرامې ښودل کیدې چې د میدیټرنیا هنر مندان به ورته راتلل. دی د نورو یوناني ښارونو سره مقابله کوله. یوکریټاډیس د هند عبادتځایونو نه عقیق، سره زر او نور تبرکات لوټ کړي وو چې ځینې يې د آی خانم په خزانه کې وموندل شول. یوه د سیپۍ قاب، ورباندې د شیشې او سرو زرو په تار سیخ د شکنتلا داستان نقش و. د هندي نجوم بې شمیره نمریز ساعتونه، نقریی سکې چې هندي اسطورې پرې جوړې وې.
د ماڼۍ په حکومتي دفتر کې یوه ډېرۍ د ۶۷۷ سکو برونزو وه. په دوی کې شپږ د سپینو زرو او د ” اګاتهوکلیس” نوم په یوناني او برهمي ژبې پرې کنده و. په سکو یو خوا هندي بالاراما مخ او بل خوا یوناني نقاشي وه. په ځینو د وسودیوا باچا او د چکره ( څرخ) نښې هم وې. د دې نه علاوه نورو ځایونو نه ۲۷۴ سکې پیدا شوې چې په ۲۲۴ لیکنه لوستلې شوه. دا د هند د متهرا څخه چورشوي وو. دویمه خزانه په یو پخلنځي کې پیدا شوه چې ۶۳ نقریی ټیټرا درخمه يې لرل. ۴۹ پکې یونان باختري او زیات يې د لومړي ” یوتهیډایمس” باچا وو. دریمه خزانه یو افغان کروند ګر په ۲۰ پېړۍ کې وموندله او سمدلاسه يې د کابل په بازار کې خرڅه کړه. وروسته د دې لویه برخه لرغونپوهانو ته يې وسپارله چې په امریکا کې ورباندې څېړنې وشوې.
د آی خانم د ړنګو کورونو له دېوالونو د مصري کاغذ ” پپایرس” رژیدلی ټوټې پیدا شوې. په یوې ټوټې د یوناني ډرامې متن و، په نورو فلسفیانه خبرې، د افلاطون د موادو تهیوري او د ارسطو ورک لیکنې هم وې. هغه چې د لوستلو وړ وو، آرامیک او یوې بلې نا اشنا ژبې لیکنې وې. دا ښایی چې د آی خانم کې د نورو ژبو ویونکي هم میشت وو.
په ۱۴۸ ق م کې هندي یوناني باچا ” ډیمیټریوس” په باختر حمله وکړه او په ۱۴۴ ق م کې یوکریټایډس ووژل شو. د کنستون په وخت هلته د ۱۲۰ کسانو مړي وموندل شول چې د ۱۴۵ ق م حملې په وخت هلته راټول وو. دلته لږ پوځ د دفاع لپاره پاتې و او د نیزې، ترکش او د پیکان د سرونو نه علاوه د پوځي لباس د پاسه سپر او د توکمو شتون ښایی چې هلته خپل آهنګران او بټۍ موجودې وې. په ۱۳۰ ق م کې یوژي قبیلو جوپه راغله چې د چور تالان نه وروسته لاړل. د آی خانم خزانه دوه ځلې چور شوه چې تر منځ يې ۱۵ کاله وقفه وه. په لومړي حمله کې یوناني واک ختم شو خو هلته خلک اوسیدل چې څرګنده نه ده، کوچاني قبایل وو او که پخواني خلک، خو لږ وخت لپاره پکې امن و. په خزانه کې موندل شوي د یو نقریی ټوټې د پاسه یوناني صوتي تورو کې هلته د ساکایانو شتون ښایی. دغو خلکو به د خپلو مړیو سره د نذر توکي خښول چې په آی خانم کې وموندل شول. په ۱۲۵ق م کې د باختر وروستي باچا ” هیلیوکلز” خپل مرکز باګرام ته یوړو. یو وخت د آی خانم ودانۍ په اور کې وسوځیدې او دلته پاتې هر څه چور شول. د میلادي پېړۍ له پېل څخه آی خانم د یرغلګرو له پامه هم وغورځیدو او دوه زره کاله په خاورو پټ و.
په ۱۹۷۸م کې د افغانستان په کورني جنګ د آی خانم د پلټنو کار وځنډیدو او د دې آثار د کابل نه علاوه، فرانسې او روس میوزیمونو کې يې وساتل. د روسي پوځ له وتلو وروسته د سیمې ټوپکیانو په آی خانم ناتار ګډ کړو. هلته پاتې مرمرین ستنې يې په بلډوزر وویستل او خپلو کورونو او چای خانو ته يې یوړل. بې شکه د غلا او چور په مال جوړ ښارونه تل نه پاتې کېږي.

سرچينې
1. Alexander and his succesors in Central Asia. A.H.Dani and P. Bernard. History of Civilization in Central Asia part 2. UNESCO 1994. P112
2. Greeks in Bactria and India. W.W Taren. UOC 1951.
دا مضمون په دغې پاڼې ۱۴ دسمبر ۲۰۱۳م کې په لومړی ځل خپور شوی و.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *