بالاحصار یعني لوړه کلا د کابل په جنوبي څنډو په پوره غونډۍ غځیدلی، د ودانیو او ړنګو دېوالونو څلی ښکاري.
دلته تر ټولو پخواني د ژوند اثار د لومړي میلادي پېړۍ څخه راپاتې دي چې کشان قبایلو دا سیمه ونیوله. په پينځمې پيړۍ کې کابل شاهانو یوه پخه کلا او دفاعي دېوال جوړ کړل چې د غونډۍ په لويديځه څوکه يې نښې ليدل کيږي. له ۷ تر ۱۵ پېړۍ دا د حاکمانو استوګنځای و. په ۱۵۰۲م کې مغل ظهیر الدین بابر له دې کلا څخه به د هندوستان د نیولو پلانونه جوړول. د بابر نمسې جلال الدين محمد اکبر په وړکتوب کې د خپل باغي تره کامران میرزا سره په کابل کې پاتې و. کله چې مغل پوځ کابل ته ورسیدو نو کامران، ماشوم اکبر د بالا حصار یو دېوال سره وتړلو چې همايون ورباندې د توپو ډزې ونکړي.
د پيړۍ تر پاې، کابل بالاحصار د ازبکانو له خوا کلابند او د توپو په ډزو د دې دېوالونه ړنګ شول. اکبر په ۱۵۸۵ م کې کابل پخپل کنټرول کې واخیستو او په بالاحصارکې د مغلو گورنرميشت شو. د اکبر زوی جهانگير په ۱۶۰۷ م کې کابل ته ورغلو نو د بالا حصار د بیرته جوړولو امر وکړو. د دې دوه برخې وې چې یوه يې ټیټه او بله بره وه خو د اوبو لپاره پکې هيڅ انتظام نه و. د “بالا جوې” په نوم يوه وياله پکې بهيده چې د بره غر اوبه يې راوړې خو دا به یو ځای ډنډ شول او هر وختې ترې بد بوی راتلو. د غونډۍ په جنوب کې د باران اوبه به يې په لویو کندو کې راټول او کارول. په اوړي یا وچکالۍ کې د “جوې پل مستان” نه اوبه راوړل. د مغلو له خوا د کلا په ټیټه برخه، سويل کې يو کوهې وکنستل شو چې پوڼۍ يې لرلې. دلته د ۵۰۰ کسانو د اوسیدو انتظام و. په بره بالاحصار کې د تيږو باولۍ وروسته جوړه شوه خو هلته زمکه لږ وه نو ډير خلک به نشول اوسيداې.
په افغانستان کې په دودیزه توګه، د جوړښت لپاره تيږه او خټې په خټو کې کاريدل. د بالا حصار ځينې بهرني ديوالونه د تيږو او خټې د مسالې نه جوړ دي. په ځينو ځايونو کې د لرګي په فریم کې خټې او د پاسه پخې خښتې يې لګولي دي. په ۱۶۲۶ م کې جهانګیر په وروستي ځل کابل ته لاړو نو د دې ایوانونه جوړ وو. د ده زوی شاه جهان د بالاحصار ديوالونو د پخولو نه علاوه، د يو باغ او ښکلې وړې ماڼۍ د جوړولو امر هم وکړو چې د چونې او د گچو خښتې يې پکې وکارولې. په بره برخه کې یوه دروازه په نیلا کاشي خښتو سمباله وه او “کاشي دروازه” نومېږي. په ۱۶۲۸م کې ازبک والي نذرمحمد، د شاه جهان نه بغاوت او په کابل حمله وکړه. مغل پوځ په بالاحصار کې کلابند پاتې شو نو شاه جهان خپل زوی اورنگ زيب د بغاوت ختمولو لپاره واستاو. په ۱۶۳۹ م کې شاهجهان پخپله هم کابل ته لاړو او له هغې وروسته به يې اوړی هم هلته په بالا حصارکې تيراو. کله چې اورنگ زيب پر تخت کیناستو نو د بره بالاحصار په ودانيو يې د مينارونو جوړولو امر وکړو.
په ۱۷۳۸ م کې بالاحصار د پارس نادر شاه افشار په لاس کې شو خو هغه پکې لږ وخت پاتې و. هم دغسې احمد شاه ابدالي هم دلته ایسار نشو خو په ۱۷۷۳ م کې دده زوې تيمورشاه خپله پلازمينه د کندهار څخه کابل ته يوړه. په راتلونکو شلو کالو کې د بالا حصار ماڼۍ بیرته ورغول شوې. د ده زوی شاه زمان به د جنګ په میدان کې و او خپل میرني وروڼه يې په بالاحصار کې قید کړل. دلته يو کوهې “سياه چاه” د ذندان په توگه به کاريدو. هم هغه وخت دا کلا بې غوره پاتې شوه ځکه شاه شجاع، د خپل پلار په شان یواځې اوړي کې کابل ته تلو. په ۱۸۲۶م کې د بارکزو، امیر دوست محمد خان په بالاحصار کې نه اوسیدو. انگريز استاځی اليگزانډر برنز پخپلو يادښتونو کې ليکي چې ” د ده ورور هلته يوه ودانۍ جوړه کړې وه چې ترټولو لوړه “کلاه فرنگي” نومېږي. خو هلته نه د ښکته بالاحصار انگڼ او ښکته د ښځو کوټې ښکاريدې نو هیچا ته د بره ختلو اجازه نه وه.” په ۱۸۳۷ م کې برنز بيرته کابل ته لاړو نو په بالاحصار کې د شاهجهان ماڼۍ ورته د اوسیدو لپاره ورکړې شوه او بل کال روسي هيئت هم هلته ايسار و. په ۱۸۳۹ م کې انگريز سفير ويليم ميکناټن چې د شاه شجاع سره تللې و په هم هغې ودانۍ کې میشت و. ده سره انګریز عسکر هم وو چې د دوی لپاره په شیرپور کې چاوڼۍ جوړه شوه. دا د انگريزانو لويه اشتباه وه چې بالاحصار يې پريښودو ځکه په ۱۸۴۲ م کې د لومړي افغان جنګ په وخت دوی خوندي نه وو.
د امیر دوست محمد زوی، شيرعلي خان په ۱۸۶۹ م کې په بالاحصار کې پر تخت کیناستو. د ده لپاره، کوز بالا حصار په شمال ختيځ څنډو يوه نوې ماڼۍ او څو استوگنځايونه جوړ شول. هلته په لومړی ځل دربار کې انگريزي ډول ميز او چوکۍ يې کيښودې. د انگريز سفارت لپاره هم يوه نوې دوه پوړيزه ودانۍ جوړه شوه. خو په ۱۸۷۹ م کې هم هلته برطانوي سفیر “لویی کاویناری” په بالاحصار میشت، افغان وسله والو له خوا ووژل شو. هلته د وسلتون بیلې ودانۍ وې چې پکې گوگړ( بارود) د خاورو په اوږدو منگیو کې يې ساتل چې اور يې واخیستو او په یوې لوی چودنې د برطانوي سفارت ودانۍ وسوځیده.
برطانوي پوځ د غچ اخیستو لپاره غوښتل چې بالاحصار پوره ړنګ کړي. خو د ۱۸۸۰م په سپرلي کې يې دا بیرته ورغاو، البته د مغلو او د دراني شاهانو له خوا جوړ ښایسته ودانۍ يې ویجاړې کړې. هم هغه کال اميرعبد الرحمان يې پر تخت کیناو او له کابل ووتل.
د بالاحصار په ختیځ کې يوه لویه دروازه ” شاه شهید” نومیده چې انګریزانو به ” پیښوري دروازه” بلله خو اوس لاهوري دروازه نومېږي.
د شلمې پېړۍ له پېل د افغانستان امیرانو ځان له نورې ماڼۍ جوړې کړې او بالاحصار یوه پوځي چاوڼۍ په توګه پاتې شو.
سرچينه
The Bala Hissar of Kabul : revealing a fortress-palace in Afghanistan / by C.W. Woodburn. University of Arizona Libraries. 2009.
دا مضمون په۲۹ جنوری ۲۰۱۳م کې په لومړي ځل په دغې پاڼې خپور شو.