په فارسی کې ګل جعفری او ګل همیشه بهار- مارګل، په زیړ، نارنجي او نسواري رنګونو کې د باغ ښکلا زیاتوي. د دې ۵۰ نه زیات قسمونه د نړۍ هر یو ملک کې پیدا کېږي.
مارګل د نړۍ تر ټولو پخوانی ګل ګڼلی شي او زرګونو کاله پخوا د جنوبي امریکا “ایزټیک” خلکو دا په داروګانو او خواړو کې کاراو. د هغوی لپاره دا یو سپیڅلی ګل و چې د دې امیلونه به يې د کور په تمبه د خیر او نیکمرغۍ لپاره ځړول. د دوی په عقیده بد ارواح به د دې په شتون کور ته نشو راتلی. دا د ” آستریاسیه” کورنۍ بوټی دی او په لاطیني ژبې کې ورته ” ټاګیټیس” وایی. د دې تخم له جنوبي امریکا څخه نورو ملکونو ته یوړل شو او د حضرت مریم بي بي په ویاړ ورته د مریم طلا یا “میري ګولډ” نوم ورکړی شو. هغه وخت خلکو به د دې پاڼې د چایو په شان ویشول او څښل. وروسته دا ګلونه د مخ او د شونډو په کریمونو کې د رنګ لپاره کاریدل.
د هند په لویه وچه هم ګل اشرفي د دیني مراسمو یوه برخه ده. هندوان دا ګل په مندرونو کې دیوتا او اسطورو ته د نظر لپاره وړي. هلته په واده ښادۍ کې د نکریزو او نورو رواجونو یوه برخه د دغې ګل نه بغیر نه پوره کېږي.
ځینو حکیمي داروګانو کې دا د بدن د درد او د پاړسوب لپاره استعمالېږي. د خپلو رنګونو د کیفیت او د بوټي د خاصیت له کبله دا په هندي- افریقای-فرانسوی او امریکای میریګولډ پیژندل کېږي. د دې تخم له ګل څخه راټولوي او بل کال ته بیرته يې کري. د دې خوشبویی او د ګل خوږوالي ته چینجي هم ورمات وي او اکثر ګلونه يې د مخې سره سوری کېږي. دا د ګرم مرطوب آب و هوا کې غوړېږي او په یخو ملکونو کې يې په ګلخانه یا تاو خانو کې ساتي.