دا تصویر د ” پیسه” اخبار یو خبر دی چې په ۳ اپریل ۱۹۴۷م کې خپور شو. ” پیسه” د اردو ژبې لویه ورځ پاڼه وه چې د لاهور نه يې ملکي او نړۍ وال خبرونه خپرول.
د خبر سرلیک په پښتو کې داسې دی.
” د ماڼکی شریف پیر صاحب قبایل د جهاد لپاره تیاروي.” ورپسې دویم سرلیک ” هغه د خان عبد الغفار خان څخه هم زیات شهرت موندلی دی.”
د خبر سرچینه د لندن نه خپریدونکی ” ډېلي میل” اخبار او په اردو داسې ترجمه دی. ” د ډیلي میل خصوصي نماینده ” رالف ایډورډ” د ځوان مسلم لیګي پیر ماڼکي شریف په اړه لیکي، ” ۲۶ کلن مجاهد اسلام پیر صاحب آف ماڼکي شریف په قبایلو کې ډېر مشهور شوی دی او هغه اوس په لوی لاس د جهاد په تیاري بوخت دی. که تر جون ۱۹۴۸م پوری څه مفاهمت و نشو نو تر ټولو لومری به د صوبه سرحد خلاف مبارزه پېل کړي. د پیر صیب موقف دا دی چې لږ تر لږه هغه سیمې مسلمانانو په برخه شي چې جناح صیب يې په پاکستان کې د شاملولو غوښتنه کری ده. دی د قبایلي سیمو په سفر دی، د مجاهدین جرګو ته خطاب کوي او دوی ته د اسلام لپاره مټې نغښتو ( سینه سپر) توسیعه کوي. که څه هم دی د ۲۶ کالو دی خو ولس يې د کانګرسي مشر عبد الغفار خان نه زیات خوښوي. دی د خپل شهرت له کبله د سرې ږیرې ایپي فقیر انډول ګڼلې شی. دی د سرحد هرې سیمې ته د تلو اجازه لري. اوس د پیر صیب کوشش دا دی چې د فرقو تر منځ شخړه پیدا نشي ځکه دا د هغه مقاصد او د نصب العین خلاف کار دی.” په دې خبر کې څرګنده نه ده چې ماڼکي د چا خلاف د جهاد غږ کاو.
د برطانیې ډېلي میل اخبار له ۱۸۹۶م څخه خپرونې پېل کړې وې. د ښې اړخ دغه ورځ پاڼه د محافظه کار ګوند (کنزرویټو) پلوی او لوستونکي يې زیات د پاخه عمر خلک وي.
د هند د وېش په وخت دغه اخبار، د انګریز هر مخالف په څه نا څه ډول ترټلو. د ماڼکي پیر په اړه هم د دې خبر لیکونکی، د باچا خان او ایپي فقیر په اړه په سنګزنه توګه وایی چې هغوی د ولس له پامه غورځیدلي دي. خو ورسره دا حقیقت هم وایی چې د قبایلو پښتانه د ملا په غږ جهاد ته تیار شي. د پښتنو په نورو مشرانو دغو سیمو ته د تلو بندیز دی خو پیر صیب هرې خوا د تلو اجازه لري او ورسره خلک هم جنګ ته راپاروي. په خبر کې د جون ۱۹۴۸م نېټه په زړه پورې ده ځکه تر هغې هم له هند څخه د انګریزانو د وتلو پلان نه و. د هند د وېش نقشه ” ریډکلف” نومې برطانوي وکیل په جون-جولای ۱۹۴۷م کې جوړه کړه. خو سرحدي لیکه په ۱۸ اګست ۱۹۴۷م کې جوړه شوه یعني د هند او د پاکستان د خپلواکۍ نه درې ورځې وروسته.
په هندوستان کې هر یو مسلمان باچا د خپل سلطنت د ټینګولو لپاره به ملایان او پیران نازول. ځینو ته به يې د میاشتې معاش او نور مراعات ورکول. کله چې انګریز په دغه خاوره قدم کیښودو نو هلته د خپل حکومت لپاره هم هغه نظام غوره کړو. د پاکستان جوړولو لپاره يې مسلم لیګ ګوند رامنځ ته کړو او د دې د باور لپاره پکې پیران وساتل. پیر پګاړا او پیر زکوړي نه علاوه د ماڼکي پیر هم د انګریز او مسلم لیګ پلویان وو. د ماڼکي پیر امین الحسنات نومیدو چې په ۱۹۲۳م کې زیږېدلی و. په ۱۹۴۵-۴۶م کې ټول هند کې پارلیماني انتخابات وشول چې کانګرس د مسلم لیګ نه زیاتې رای وګټلې. په صوبه سرحد کې هم د خدای خدمت ګار پلویان په اکثریت کې وو. خو انګریز هلته د پښتنو د رای بدلولو لپاره د پیرانو خدمات تر لاسه کړل. د یو ریفرنډم تابیا يې وکړه او د کیمپېن لپاره د ماڼکي پیر هم راووتلو او د جهاد نه علاوه د پاکستان سره د یو ځای کیدو غږ يې کاو. ملتپالو د دې بایکاټ وکړو چې ولس ته یو دریمه لار ( آپشن) هم ورکړی شي.د جون ۱۹۴۷م په ریفرنډم کې د صوبه سرحد شپږو لکو نه کم خلکو رای ورکړه او د دې نتیجه د انګریز په خوښه راووتله. صوبه سرحد د پاکستان برخه شوه، د ماڼکي پیر په جهاد کې بریالی او د ” فاتح ریفرنډم” لقب يې وګټلو.
دی په ۱۹۶۰م کې د فتح جنګ سره نزدې د موټر په یوه حادثه کې مړ شو او د نوښار سره نزدې ماڼکي شریف کې خښ دی.