
Road sign board of Mahodand lake, Kalam, Bharain, Madyan and Malam Jabba. Swat valley tourist destination names written in urdu and english language
سوات ته تلونکي سیلانیان په لاره د “مدېن” او” بحرین” نومونه د فاصلې پر تخته ګوري. دوی یوې شیبې له هم فکر نه کوي چې دا نومونه د ۲۰ پېړۍ له پېل، د سوات والي په خپله خوښه بدل کړل.
څو کاله پخوا هم هغه خلک ژوندي وو چې مدېن يې “چورډۍ” او بحرین يې “برین پال” بلل.
د عرب اماراتو “بحرېن” پخوانی نوم په یوناني کې ” ټایلوس” و چې نامتو جغرافیه دان يې د سامي ژبې ” ټیلمون” بلي. دا وړوکی امارت د خلیج فارس سره واقع دی او معلومه نه ده چې د سوات والي په څه ” برین پال” ته بحرېن نوم ورکړو
مَدْيَنَ د شام (سوریه) اردن، لبنان او د فلسطین تر منځ یوه پراخه سیمه وه چې د مصر د فرعون له واک څخه بهر وه. دا د حضرت ابراهیم (ع) د زوی حضرت اسمعیل (ع) لقب و. د مدین ذکر په قران کې لس واری شوی دی چې حضرت شعیب (ع) وطن و او یوه دره ” مغایر شعیب” وه چې حضرت موسا (ع) د پیغمبرۍ نه وړاندې ورتلو. دا یو وړوکی کلی و چې ۴۰ کورونه يې لرل او اندازه ده چې د اردن د عقبه خلیج سره واقع ” ال بیدا” یا هلته د ” معان” ښار و. نور لرغونپوهان باور لري چې مدین په شام او نور يې په سعودي عرب کې ښایی.
د یو ځای پخوانی نوم بدلول څو عوامل لري چې یوه يې سیاسي او بله ناپوهي وي. د ۲۰ پېړۍ په نیمایی کې د باجوړ ” لکړۍ” کلی د انګریز مخالف مبارزینو پناه ګاه وه. د ترنګزو حاجي هم هلته میشت و خو تر ۱۹۸۰م هم چا دا نوم بدل نه کړو. بیا د افغان جهاد په وختونو کې چا ورته ” غاذي آباد” ولیکل. اوس هغه خلک هم مړه دي چې د ” لکړۍ” د نوم تاریخ ورته معلوم و.
په ۲۰۱۸م کې د هند حکومت احمد آباد ښار ته “کرنا وتي” نوم ورکړو. هم دغسې د اکبر باچا له خوا اباد شوی ” الله آباد” يې ” پریاګ راج” ته واړاو. نزدې د اورګاډي جنکشن ” مغل سرای” په ځای اوس پنډت دین دیال اپادیایه نومېږي. د هند متعصب بي جي پي، ګوند مغل او نور مسلمانان یرغلګر او بهرني ګڼي.
د نومونو بدلولو په وخت دا فکر پکار دی چې که پخوانی نوم پاتې نشو نو دا نوی نوم به هم یو وخت ورک شي.