د جرمني په یوې سمڅې کې د ښځې یوه وړه مجسمه رابرسیره شوه چې شا و خوا ۴۰ زره کاله پخوانۍ وه. دا د ” حوخلی فیلس” د وینس په نوم مشهور ده چې د عنقا شوي ځناور ” میمات” له غاښ په مینې او پام جوړه وه.
دغسې بوتان د یورپ او ایشیا په نورو لرغونو ځایونو کې هم موندل شوي وو چې لرغون پوهان ورته ” مدر ګاډیس” یعني مور اسطوره وایی.
ماشوم د خپل ژوند لومړي کلونه د مور سره تیروي چې د ده ژوند له ولوږې او تندې ژغوري. هم هغه تړون انسان تر قبر له ځانه سره وړي او د تکلیف په وخت مور یادوي. ښایی د هغې شفقت او د احسان منلو لپاره انسان لومړۍ مجسمه د مور په بڼه جوړه کړه. داسې مجسمې که وړې هم وې خو تیونه يې لوی جوړیدل چې ماشوم ته د ډېرو شودو ورکولو سمبول و. زمکه به خلکو ته د مور په شان ايسېده چې بوټي ترې راشنه کېږي. يو وخت د مور مجسمه د برکت او د زمکې د ښيرازۍ لپاره به خلکو کور کې ساتله. بیا عبادتخانې جوړې شوې نو پکې مور د اسطورې په بڼه نمانځلی کیده.
د ترکي په ” چټل هویک” لرغوني کنډوالو ګې په سوونو مجسمې رابرسیره شوې چې د تیږې څخه تراشل شوي وو. هم دغسې د اباسین د تمدن لوی ښار موهنجوداړو له کنډوالو ۲۵۰۰ ق م د خټو جوړ د مور بوتان رابرسیره شول.
د یورپ او ایشیا په ډېرو لرغونو تمدنونو کې د دغسې ډول ښځینه مجسمو شتون ښایی چې دوی د یو بل نه الهام اخیستو. د یونان ” اتینا” د روم ” سیبل” یا میګنا ماتره، ریحا او ډیمیټر د دې څو نومونه وو. د یورپ جرمني قبایلو به مور اسطوره د” هرته” په نوم یادوله چې بیا په لاطینې کې د زمکې ( ارتهه) نوم شو. په سلاوي ژبې کې ” موکوش” په روسي کې ” ولادیمیر” او په افغانستان کې ” اناهیتا” د مور اسطوره وه. د هند په خاوره د اوو اسطورو د میاندو نومونه مشهور دي چې ” برهمني- کوماري- وایشنوي- وراهي- اندراني- یمي او چمونده وو.
د دې سره سره په ژبه کې زمکه او مور د یو بل متبادل په توګه هم راغلي دي. په فارسي کې ” مادر وطن” د انګریزي “مدر لینډ” د هندي ” ماترا بهومی” او د پښتو مورنۍ خاوره چې اوس ځینې ورته پلرنۍ وطن وایی، د زرګونو کالو پخوانۍ تمدن نښې دي.
په افغانستان کې هم د مورمجسمه په ” منډيگک ” کې د نورو لرغونو توکو سره پیدا شوه چې پينځه زره کاله پخوانۍ او د موهنجوداړو په شان وه.
دا هر څه په خپل ځای، خو د خپلې مور احترام او د هغه عزت لږ خلک کوي، په تیره بیا پښتانه. نزدې ورځو کې مې واوریدل چې دوو وروڼو د زمکې په شخړه کې د خپلې مور سر وخریلو. د هغې ګناه دا وه چې د پلار په میراث کې يې د لور حق غوښتلو.