په اکتوبر ۱۹۳۱م کې عبد الصمد خان، د خپل ورور سره د کوټې زندان څخه ” مچ جیل” ته روان شو. په پښو يې زولنۍ، درې څلور پولیس ورسره وو چې یو ورته خپله د سامان غوټه هم په لاس ورکړه.
په لوی ګیټ یو پولیس ورته وویل چې په لاسونو به درته “کړۍ” او دوه دوه به سره وتړو. ” مشر ورور مې ورته وویل چې موږ خو دا یو په زولنو تړلی سو نور مو څه تړۍ؟ بیا به تګ ګران سی.” د قانون تر مخه که د بندي په پښو کې زولنۍ وي نو بیا لاس يې نه ورتړي. خو دوی نه منل نو ورور يې ورته وویل چې سمه ده کړۍ ولګوئ خو بیا تاسو به مونږ وړئ. پولیسو ته هم دا منطقي وه خو کله چې د چمن پاټک ته ورسیدل چې مخې ته يې د پولیسو د کپتان بنګله وه نو پولیسو ورته وویل چې اوس به ارو مرو کړۍ لګوئ ځکه دا يې د افسر کور و. دوی ورته بیا د قانون خبره وکړه نو هم دغسې يې روان کړل. د اورګاډي اسټیشن کې بیا هم دغه جنجال راپورته شو خو دوی نه منل او اخر تر مچ جیل يې بې له کړیو بوتلل.
اڅکزو ته د مچ جیل ډېر خاموشه ښکاره شو چې هرې خوا ته یوه ویره او ترهه خپره وه. په تورو خیرنو جامو کې يې ځینې قیدیان ولیدل چې نورو به ورته “نمبردار ساب” ویل. ماځیګر محال، د دوی نومونه يې ولیکل او ” چکۍ” ته يې بوتلل. په یوولس او دولس نمبر کوټو کې يې بیل بیل بند کړل. بسترې يې د کوټې له جیل څخه ښه وو ځکه شړۍ يې نوی او پاکې وې. کوټې هم پخې او فرش يې سیمټي و.
د خوب لپاره پکې اوچته دکانچه وه چې بندیانو “وټله” بلله. د بجلۍ رڼا به پکې ټوله شپه بلیده او هم دغسې غولی هم روښانه ساتل کیدو. د غنمو ډوډۍ يې پتیره خو ښه پخ شوی وه. سهار به د کوټې د جیل په شان او د لمانځه نه وروسته به يې ورته ډوډۍ او چڼې ورکولې. بیا به يې په خپلو کوټو کې بند او ور به يې قلف کړو. د غرمې به يې کار ته ویستل، چې له غولي څخه کاڼي به يې په بوجیو کې راټول او د کوټو شا ته يې اچول. د مچ جیل په غرنۍ زمکه، نوی جوړ شوی او غولی يې د لویو کاڼو څخه ډک و. قیدیان به ځای ځای زمکه هواروله. یو لوړ دنګ نمبردار “جنډا” نومیدو، بل د هغه نه هم لوړ، سپایی بسنت سینګ و. دوی به ورته کار ښودلو او اڅکزی وایی چې ” کار مو کاوه او په خپلو کې ګایدو. پور څه خبره مو سره وخندل، بس نمبر دار په ډېره بده توګه راباندې ناره کړل چې ولې خاندئ؟” په دې اڅکزو نور هم خندل نو نمبردار نزدې راغلو او ورته يې وویل چې خاندئ به نا ګني ښه به نه وي. دوی ورته وویل چې کار خو مو نه دی بند کړی، نو په خندا ولې بد وړې…که ژړا راتلی نو ژړلی به مو وای. نمبردار وهل ټکول و نه کړل ځکه دوی څلور کسه هم تکړه ځوانان وو. د دوی خبرې او خندا هم هغسې جاري وو او نمبردار ترې تنګ شو نو یو سپایی ته يې وویل. هغه راغلو او په سخته يې ورته وویل چې، ” نه به خاندئ او نه به خبرې کوئ، دا ستاسې ښوونځی یا پوهنځی نه دی. دا جیل دۍ جیل، دلته به سم ښورۍ.” دوی ورته وویل چې په خندا او په خبرو کې د هغوی څه تاوان و؟ سړي نمبردار ته څه وویل او بهر يې واستاو. لږ وخت وروسته نمبردار یو بل سړی راوستلو چې ” په دړه (قد) ډېر ګردی، لوی او تاو کړی بریتونه… ډېر په خیال خیال راروان و.” په یو او بل ترخ کې زنځیرانو سره ځوړند ډېرې کیلۍ(کونجۍ) شړنګیدل. دوی ته نزدې شو نو عبد الصمد نه يې په کلک غږ پوښتنه وکړه چې تا ولې د سپایی سره ګستاخي کړی ده. ده ورته په نرمه وویل چې دوی خو څه نه دي کړي. ده د خبرو په وخت ورته نیغ کتل او وې ویل چې په بل جیل کې خو داسې بندیز نه و. نمبر دار ورته وویل چې ” کوز ګوره…جمادار ساب ته داسې نیغ سړی نه ګوري…” خو ده پرواه ونکړه نو د کانګړې هندو جمادار بسنت سینګ ورته بیا بیا ویل چې ښکته ګوره. دی وړوکی جمادار و او لوی جمادار به غرمه لاړو نو ده به يې په ځای ډیوټي کوله. لوی جمادار لږ نرم شو او ورته يې وویل چې شور مه کوئ، دا جیل دی. له هغې وروسته به چا په دوی غرض نه کاو.
په بل سهار وختي جمادار لوی ډول (بالټی) ده ته لاس کې ورکړو چې په غولي چړکاو ( اوبه نوستل) وکړئ. دوی په کار اخته شول نو اڅکزي د غولي په پرانستي ور کې اخوا یو سړی ولیدو. ده تور، ژیړ او رنګا رنګ جامې اغوستې، په یو لاس کې رنګین چترۍ نیولی وه. نورو ورته رنګین رومالونه خوځول. ده ګومان کاو چې دا خلک په اتڼ راروان دي. ده ایوب ته وویل نو هغه هم د ده په ننداره شو. د نمبردار ورته پام شو نو پوښتنه يې وکړه. دوی سړي ته اشاره وکړه نو هغه وارخطا شو چې، ” ساب راغۍ…رامنده کۍ…ژر په خپلو کوټو کې بند سۍ…” دوی دننه شول او نمبردار وارخطا، ډول او نور شیان له مخې څخه لیرې کړل. ” یو ګرد وټۍ پرنګی په تور سر راروان وو، ټوپۍ یه په لاس کې وه.” یو سپایی په ده چترۍ نیولې وه او نور د جیل افسران او سپایان ترې وړاندې وروسته تله. لس ډوله جماداران په رنګا رنګ جامو کې په خپلو رومالونو، چې په جیل کې يې ورته ” سافه یا تولیه ویل، د ساب نه مچان شړل. د جیل ډاکټر د چمن یو هندو ګوپال داس هم ورسره و. پیرنګي له عبد الصمد خان په انګریزي کې د نوم او د ځای پوښتنه وکړه. بیا يې وویل چې تاسو زه ولیدم نو ولې مو منډه کړه. ده ورته وویل چې مونږ خو په کار اخته وو. نمبردار ستاسو په لیدو راته وویل چې شابه کوټو کې بند شئ. هغه وویل، تاسو څه کار کاو نو ده ورته وویل، په غولي کې مو اوبه نوستلې. ده بیا پوښتنه وکړه چې څومره وخت؟ ده وویل یوه ګېنټه به شوی وې. پیرنګی یو بوډا سیک سپایی ته په قهر شو چې تاسو ولې د ” کوارنټین” بندیان په کار لګولي دي؟ هغه ویل چې ما خو نمبردار ته ویلي وو او زه دلته نه وم. هغه سمدلاسه امر وکړو چې نمبردار په ” چکۍ” کې بند کړئ او سپایی بدل کړئ. دا انګریز “ډاکټر ریلی” د ډیره اسمعیل خان جیل څخه راغلی او مچ کې سپرنټنډنټ لګیدلی و.
نور بیا