میله د ابو طبیله


په دې تصویر کې د فارسي لیک رنجیت سنګ ته یوه شکایت نامه ده.
په ۱۸۳۸م کې مهاراجه رنجیت سنګه د پیښور حاکمیت له افغانانو واخیستو او ته یو اطالوي پوځي ایویټبایل يې د حاکم ( ګورنر) په توګه واستاو. خلکو به ورته ” ابو طبېله” ویل. په پینځو کالو کې د ده په ظلم ولس د پیښور څخه په کډه شول او په یو لک نفوسو کې ۵۰ زره خلک پاتې شول.
د دې لیک متن داسې دی. ” لکه چې پخوا راهیسې د پیښور ښار په دود، هندوان او مسلمانان په اوړي کې د “بوډنۍ” نالې ته ورځي. دوی خپل لوښي لرګي هم له ځانه سره وړي، هلته خیمې ټک وهي او خپله ډوډۍ پخوي. په اوبو کې لامبو وهي، بهر ترې ووځي، خوري څښي او خوندونه اخلي. هندوان د یکشنبې او مسلمانان د جمعې په ورځ هلته ورځې. پرون د یک شنبې ورځ وه او هندوان د خپل قدیم روایت له مخې سیند ته د میلې لپاره موجود وو. حاکم اویطایل صیب له خپل بره پوړ نه ولیدل نو پوښتنه يې وکړه چې دوی څه کول. هغه ته وویل شول چې دوی میله کوي نو هغه تاڼه دار ته سل روپۍ ورکړې چې هرې یوې خیمې ته یوه یوه روپۍ ورکړه او نومونه يې ولیکه. هغه تاڼه دار ایله دا کار پوره کړی و چې دی پخپله هم په اس سپور هلته راغلو. په هره یوه خیمه يې یو پهره دار ( څارونکی) کیناو، د دوی لوښي يې راټول او سیل کوونکو په سر بار کلا ته یوړل. که څه هم خلکو ډېرې پوښتنې وکړې چې دغو کسانو په میله کولو، څه ګناه کړی وه، خو صاحب نه اوریدل. ده ویل چې زه به دغو خلکو ته د دوی غلطي وښایم.

په دغې لیک کې څو خبرې په زړه پورې دي. یوه دا چې د پیښور مسملمان او هندو ولس په سپرلي او اوړي کې د میلو لپاره سیندونو او ویالو غاړو ته به ورتلل. دویمه دا چې دلته د ” بوډنۍ ناله” د بوډنۍ هغه لویه ویاله ده چې د زاړه ښار په ختیځ کې اوس هم بهېږي. هغه وخت د دې نزدې ودانۍ او کورونه نه وو او ر کرهنې نه علاوه خلکو پکې د ناشپاتۍ او د آلوچو باغونه لرل. دریمه دا چې ابوطبیله پخپله د ښار په لرغونی برخه ګورګټرۍ کې د سرای په بره پوړ کې میشت و. هغه وخت هوا هم پاکه وه او د ده له کړکۍ تر لیرې ننداره کیدای شوه. نو هغه د ښار خلک ولیدل چې په ټانګو یا په پښو د خیمو او د خوراک د سامان سره بوډنۍ غاړې ته روان وو. د پیښور هندوانو ډېر شته من تجاران وو چې لوښي به يې مسین او خیمې به يې د قیمتي ټوکر څخه جوړ وو. ابو طبیله د نیپلز د یو بزګر زوی و. بیا پوځ د نوکړۍ نه فراري، مال ګټلو لپاره هند ته لاړو. په لومړي افغان جنګ کې ده انګریزانو ته په پور پېسې هم ورکولې او هغوی د ده په اړه لیکل چې د ګړیو ( ساعت) شوقین و. سیکا مهاراجه ده ته پوره اختیار ورکړی و چې په خپله خوښه په خلکو ټیکس ولګوي. خو د اوږي او حریص حاکم خېټه په ډېر مال هم نه ډکېږي. په دغې لیک کې وایی چې هغه د هندوانو لوښي لرګي هم په یوې روپۍ په زوره ترې وشوکول. د لیک متن پوره نه دی کاپي شوی خو د هغه دا جمله چې ز
ه به خلکو ته د دوی غلطي وښایم، مفهوم په ګوته کوي. د خلکو به هیڅ غلطي نه وي خو دی به ورته یوه پلمه ورښایی چې د دوی میله يې ولې خرابه کړه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *