” ودروه موټر…هله …هله ” زما په چيغه خالد په برېک پښه ټينگه کړه، ” څه بلا وهلې يې، اوس به مې موټر جنگولې واې” خو ما د هغه خبره نه اوريده، د سکاټ لينډ په دې وړوکي ښاريې کې په يو دکان د” حلال گوشت ” نښه زما تلوسه راپارولې وه.
دا د نولس سوه اتيايمې کلونه و. په هغو ورځو کی مونږ دوه ساعته په موټرکې سفر نه وروسته د ترکانوله دکانه حلاله غوښه وړه. خالدد پرت ښاريې په روغتون کی ډاکټر و او هغه سره به دومره وخت نه و چې هره اوونۍ به يې راله حلاله غوښه راوړې وې. زمونږکورته نږدې دپيرنگي قصاب په هټۍ پاکه صفا غوښه خرڅيده او خالد ته د هغې خوړل څه عيب نه ښکاريدو نو ما به هم هغه پخوله. خو له کله راهيسې چې ډاکټرشريف خپل ټبر د برمنگهم نه راوستې و، ما به ډېراحتياط کوو. د هغه ميرمنه شازيه پخه مسلمانه وه او د حلال او حرام خبرې به يې ډېرې کولې. ددوي د ډوډۍ لپاره به مې ارو مروحلاله غوښه ساتلې وه. اوس چې مونږ د پرت په شمال کی د يو ملگري دواده ميلمستيا نه وروسته خپل کور ته را روان و نو په دې وړوکي کلي کی د حلالې غوښې دکان زما تلوسه زياته کړه. زه له هغه دکانه بی له سودا نشوم تيرېدې.
خالد په يوځاې کی گاډې ودرو نوپه شا سيټ کې ماشوم زوې عامرراويښ شواوچې زه له موټره ښکته کيدم نوهغه راپسې بوغارې کړې. ما شا ته نه کتل اودکان ته مې منډه کړه. باران په شيبو وريدو، ما کوټ نه و اغوستې او د اوچتو پوندونازک زرين پيزارمې لامده خيشته شول. خود هيڅ پروا مې نه وه. هټۍ وال چې يو پاکستانې و، راته هرکلې وويل. د غوښی پرېکولوپه وخت يې راته وويل چې ده اوس اوس کاروبارپيل کړې وځکه نږدې يوې کمپنۍ کې مسلمانانو کار کوو او ټوله غوښه هغوي ترې وړله.
زه د غوښې د خلتو سره خوشاله چې موټر ته ورسيدم نو زوې مې سلگۍ وهلې اوخالد راته په قهر و. ما خلتې په مخ سيټ کيښودې او پخپله د عامرسره کيناستم چې دلاسه يې کړم. په پاتې لاره ما او خالد جنگ کوو او هم په دې جنگ کی مې زوۍ بيا ويده شو. دا دکان د پرت نه ډېرليرې واو گومان می نه کوو چې خالد به بيا په دی لاره تللې وې.
د اوونۍ په پاې کی شازيه او ډاکټر شريف د نورو ميلمنو سره چې د يورپ نه ورکره ډيره و، راغلل. په خبروکی مې هغې ته د حلالې غوښې ددکان پته وروښودله. بيا نوټول وخت هم هغه د حرام او د حلال خبرې کيدې. ميلمانه ولاړل او ما د نورې حلالې غوښې لپاره خالد ته وويل. خبره جنگ ته ورسيده اواخر په دې مو روغه وکړه چې زه به د موټر چل زده کووم چې سودا پخپله راوړې شم.
شازيې به موټرچلوو او کله نا کله به زه ورسره د ښارمرکز ته د سودا لپاره ورتلم. هغې به له کوره ډودۍ راوړه، چې په بازار کی څه حرام شې وونه خوري. په هغه ورځ خو زه ډېره وشرميدم چې زوۍ ته مې بسکټ واخيستل. هغې د بسکټو په ډبلي راته ددی توکي راښکاره کړل، ” دا وگوره په دی ليکلي دي ” اېنيمل فيټ ” ياني د څاروي وازده ” دا د سرکوزي وازده وي. بيا يې راته ليکچر راکړوچې په مربه کې شراب او نور هر څه کې وازده او خوړل يې حرام و. په يو لوې شاپنگ سنټر کی د ناستې ځايونه و چې مونږ به پرې دمه کوله. هم هلته به دې راته د حلال او د حرام معلومات راکول. ما به د شرم احساس کووچې څومره نا پوهه يم.
د ژمي لپاره په دکانونو کی نوي توکي راغلي واو له دی سره د کرسمس رڼا گانې هم هر ځاې ښکارېدې. يوه ورځ زه او شازيه په دکانونو کی گرځيدو. دهغې په لاس کې يوه پلاسټيکي کسوړه وه. راته يې وويل، “يو جمپرمې اخيستې و، هغه بدلوم”. دا دننه ولاړه او زه ورته په انتظار کيناستم. شيبه وروسته راغله اووې وويل، ” بيرته مې ورله ورکړواو پينځه پونډه گټه مې هم وکړه.” زه حيرانه شوم. ” گټه څنگه؟ هغې راته کيسه وکړه. ” زه د ټولو جامو ټيکټونه سمبال ساتم چې پکاريږي، بس د پينځو پونډو په جمپرمې يو بل ټيکټ وتړلوچې د لسو پوڼدو بيه پرې ليکلې وه” راته يې سترگه ووهله اوموسکۍ شوه، “او خبره يې هغې جينۍ رانه بخښنه هم وغوښته” بيا په زوره زوره يې وخندل. زه هک پک ورسره روانه ووم او خله مې نه جوړيده چې ورته مې ويلې وې،…حرام….خو هغه شيبه زوي مې وژړل نوزما پام بلې خوا ته شو. مونږ د شاپنگ سينټر د کرسمس ونې سره نږدې يو ځاې کيناستو اوهغې د خپلې حلالې ډودۍ خلته پرانسته.
په لومړي ځل دا کیسه په فروري ۲۰۱۳م کې په دغه پاټه خپره شوه.
There is something called ‘conscience’ which we are not aware of.
but, we do know ‘Haram and Halal’.
actually the pharase applies to good and bad in general.
the meat which we talk about is actually called ‘Zabiha’.
and then, look at another thing; we do perform ‘wodu’ five times a day, means we ought to be the cleanest people in the world, are we?
saleem
د کيسې وروستۍ جمله چې د وحدت تاثر، اجتماعي احساس او د احساس د اجتماعيت کوم اعلى کيفيت د نصيحت په شکل کې پريږدي، هغه لاجوابه دى
ګرانې خور اول خو دزړه له تله مبارکي درته وایم چي دګرانې پښتو دخدمت په موخه مو یو ستر ګام واخیست متعال څښن ج دې بریالۍ لره چي دغه ستر خدمت جاري وساتې دیوې ویب پاڼې چلول ډیر ستړئ کاردئ خو دعاوي درته کړو چي په دستر خدمت کښي مو خدای ج بریالۍ لره
First of all congrats for the website when I saw a post in BBC website since that time i was trying to see it.
But thanks to Ahmed shah Pasoon for linking the page to facebook and here I am in the page.
صفيی ګلي سلام پرقلم دی برکت موافعقه اوسی ۰تيری خاطری می درسره ژوندی سولی ۰قيصی دي دلچسپه دی وخت می ښه په تيريږی ستا دښه ژوند په هيله فريده
گرانی خورسلامونہ او نیکی ھیلی لہ ڈیرہ وختہ ستاسو دویب دکتلو ارزومند وم خووخت یاری نہ راسرہ کولہ نن می بخت راویش سو یقینا ڈیر پہ زڑہ پوری دی
مھاجر او درپہ در مسافر دپاکستان دکویٹی شار
ستاسو د ډیوې په غیږ کې کتاب که پرلیکه کړی نو ډیره په ښه وي او موږ هم ډېر خوشحاله شو هیله ده جې ستاسو دا بهترین اثر یوه ورځ ستاسو د وییپاڼې څخه کښته کړو
په خورا رناوي
فرید دولتزی
ژر به يې په پاڼه خپور کړو. مننه