ساکايان څوک و؟

دوه نيم زره کاله پخوا کله چې انسانانو د اوسپنې په دوره کې ژوند کوو نو د تورې بهيرې او د قفقاز د غرونو منځ پراخه سيمه په يوناني ژبې کې د “سيتيا” په نوم پېژندل کيده. دا د اوسني اوکراين خاوره وه چې پکې کوچاني قبايلو ژوند کوو ” سيتيان” نومېدل.
دوي د اسونو سپرلي کوله، د ښکار او د جنگ لپاره به يې د غشي او د ليندۍ نه کار اخيستو. د دې خلکو هديرې په اوکراين او جنوبي روس کې موندل شوي دي او پکې داسې توکي پراته و چې د يو پرمخ تللي ښاري ژوند ښکارندوي و. په ځينو سيکو او په ډبرو د ساکاي باچاهانو په سر داسې تاج يا ټوپۍ (خولۍ) وي چې څوکه لري.
د لرغونو “ساکاي” قامونو په اړه د هيروډوټس په تاريخونو ۴۴۰ ق م نه هم معلومات راپاتې دي. خو هغه د ختيځ د ساکايانو په اړه د ډير څه نه خبر نه و. دې واي چې لرغونې پارس ټول ستهيان د ساکايانوپه نوم يادول. مهمه قبيله يې د شاهي ساکايانو وه چې لويه برخه زمکه يې په لاس کې لرله. د ده د معلوماتو تر مخې ساکايان د “ماساگټاي” خلکو سره وجنگيدل خوبريالي نشول او د قهر نه يې خپل کورونه پريښودل، اراکسيس(ارال) سيند نه پورې ولاړل او د سوميريا خاورې کې ورداخل شول.
د يونان، پارس او هند په لرغونو ليکنو کې ياد شوي څلورنومونه خپلو کې سره ورته دي، چې “سيتيان، سکودره، سغديه او ساکا” دي. د ساکا نه علاوه نور ټول نومونه د اسيريانو د “اسکوز” او د يونان د “سکوتيز” تورې د هندي اروپاي ريښيې لري چې اصل يې ” سکيود ” دې. دا د ويشتلو او د غشي ويشتونکي مانا ورکوي. ساکا په زړې پارسې کې گرځيدو او تلو ته واي نو ځکه دا امکان دې چې د ټولو کوچيانو لپاره دا نوم کاريدو.
خو د پارس نه علاوه دا تورې په چين کې هم کاريدو او هلته يې ” ساي” نومولو. دا څرگنده نه ده چې هغوي دا نوم له کومې اخستې و.
داسې ښاي چې د ” ساکاي او د سيتهين تورې د يوې لوې ډلې کوچيانو لپاره کاريدل. په انجيل کې يو ځاې د ساکايانو زکر شوې دې او هلته دوي د وحشي خلکو په نوم ياد شوي دي.
د ساکايانو دوه لرغونې لوې قبيلې چې پخپلو کې يې اړيکي ساتلې وې د لويديځ “سرمتيان” او د ختيځ “اميرجيان” نوميدل. د څلورم او اووم ق م پېړيو کې د اوسني مرکزي ايشيا په خاوره نور کوچيانې قبايل چې د پارس هخاميني واکمنو سره جنگېدل او دوي وحشي او “ساکا” په نوم يادول.
د اوسني ايران په ختيځ کې د سيستان او د افغانستان جنوب د پخواني ساکستان له دې کوچيانو پخواني مېشت ځايونه گڼل کېږي. د ساکايانو نوم د ډېرو نورو قامونو لپاره هم کارول شوې دې چې کړه وړه يې د دوي په څېر و او په کومه خاوره چې دوي مېشت شول او کوچانې ژوند به يې پرېښودو نو هغه به “ساکستان” نوميده.
په شبرغان کې د “طلا تپې” توکي د ” ساکاي ” قبيلې د يو شته من ټبر نښې په گوته کوي.
صفيه حليم
Scythian warrior

د خپرېدو نېټه
۲۲ اگست ۲۰۱۳ م

4 Comments

Add a Comment
  1. سلامونه او احترمات ګراني او مشری خورصفیه حلیم !
    ډير په زړه پوری معلومات مو لیکلي دی الله دی تاسو ته اوږد عمر درکړی ګرانی خو ماهم د ساکانو په اړه تر يو حده پوری معلومات راټول کړی دی که تاسو په دی اړه خپلی څيړنی او ځيني ماخذونه راسره شریک کړی مهربانی به مو وي
    په لاندی ایمیل ادرس تاسو کولای سي چی زما سره اړیکه ونیسي
    asadullahulfat3@gmail.com
    ستاسو د همکاري په هیله
    اسدالله الفت
    کندهار

    1. مننه
      سرچينې به په اي- ميل کې درواستول شي

  2. احمدی اڅکزی

    سلامونه أو نيكي هيلي
    ستاسو نه مننه
    تاسو په دی باره کی سه نظر لری چی ممکن 2500 کال مخ کی پختانه د ساکا په نامه یادیدل او ؟

    1. په دې اړه تر اوسه څه تاريخي شواهد نشته-
      مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *